منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۸ غ.م
۱۱°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

″د سړونو خونو ډېروالى به پر کرنيز سکټور ښه اغېزه ولري″

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

ګردېز (پژواک  ٢٨ زمرى ٩٣): په پکتيا ولايت کې د سړو خونو په جوړولو سره به پاکستان ته د دې ولايت د کرنيزو محصولاتو په صادراتو کې کموالى راشي.

دا څرګندونې د ياد ولايت د کرنې رييس انجينر ذبيح الله حسن زي په دې ولايت کې د ١٨ سړو خونو د ګټې اخستې په مراسمو کې وکړې.

حسن زی وايي،چې دغه سړې خونې په سيدکرم، زرمت، احمدابا او ګردېز  ښار کې جوړې شوي ، چې د پکتيا کرنيز محصولات به په کې ساتل کېږي.

د کرنې رييس وايي،چې دغه سړې خونې د″روټافيس″ کرنيزې موسسې له خوا جوړې شوي،چې ۷۵ سلنه لګښت ېې دې موسسې او پاتې ېې کروندګرو ورکړى.

نوموړي وويل، چې د هرې سړې خونې اوږدوالی اته متره او عرض يې څلور متره دى ،چې په يوه وخت د ۱۳ ټنو حاصلاتو د ساتلو ظرفيت لري.

د حسن زي په وينا:((له دې ځايه مڼې،پياز،کچالو او نور حاصلات پاکستان ته وړل کېږي؛ هلته په سړو خونو کې تر ساتلو وروسته په څو برابره لوړه بيه بېرته هېواد ته راوړل کېږي.))

دی وايي ،چې د دې سړو خونو په جوړو سره به په پاکستان ته د کرنيزو توکو د صاداراتو کچه کمه شي.

ده وويل:(( اوس به خپل محصولات دلته په سړو خونو کې ساتو دا کار پېردوونکو او برګزو ته ګټه رسوي؛نو  د سړونو خونو ډېروالى به پر کرنيز سکټور ښه اغېزه ولري. ))

د زرمت ولسوالۍ يو تن کروندګر مومن خان پژواک ته وويل، چې د دې سړو خونو په جوړولو خوشاله دى.

دى وايي :(( زه د مڼو باغ لرم، له دې امله چې خراب نشي ژر يې پلورم ،اوس چې سړې خونې جوړې شوې دي ، يوه اندازه به يې همدلته ساتم.))

ياده دې وي ،چې تېرکال هم په پکتيا ولايت کې د ياد رياست له خوا په بېلابېلو سيمو کې ۳۱ سړې خونې جوړې شوې وي.

پکتيا چارواکو ژمنه کړې ، چې راتلوونکى کال به په ځينو نورو سيمو کې هم سړنې خونې جوړې او ګټې اخيستې ته وسپاري.