فراه (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): وسله والو د فراه ولايت د جوين ولسوالۍ د شورا رييس او د همدې ولسوالۍ د يوه ښوونځي سرښوونکی وژلي دي.
د جوين ولسوالۍ امنيه قوماندان نورالله پژواک خبری اژانس ته وويل، دوه ورځې وړاندې د جوين ولسوالی د انکشافي شورا مشر غلام حيدر او له هغه سره ملګری د پيرکندر ښوونځي سرښوونکی شېراحمد د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
سرچينې زياته کړه، ياده پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دغه کسان په يوه موټر کې د فراه په ښار کې خپلو کورونو ته روان وو، چې د دی ولسوالۍ په کوره ګزي سيمه کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
نورالله وايي، دغه کسان په جوين ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال عبدالواحد ګرګ په امر تښتول شوي دي.
هغه وويل، چې د يادو کسانو مړي تېر ماښام ۶ بجې د بکواه ولسوالۍ په مرکز کې لاسته راغلي ، اوس په لاره کې دي چې دې ولسوالۍ ته انتقال شي.
په ولايتي شورا کې د جوين ولسوالۍ استازي محمد جمعه رفعت د دې پېښې په تاييد سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې له غلام حيدر او شېراحمد سره يوه ښځه او سپين ږيری هم په موټر کې وو، خو طالبانو هغوى له ځانه سره نه دي بيولي.










