ښرنه (پژواک ١٤ وږى ٩٣): له شمالي وزیرستانه د پکتیکا یو شمېر سیمو ته راستانه شوي قبایلي کډوال له چارواکو او مرستندویو ادارو د اړینو مرستو او سرپناه غوښتنه کوي.
په شمالي وزیرستان او نورو قبابلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو او د خلکو پر کورونو د بمباریو له امله د خوست تر څنګ پکتیکا ولايت ته هم په زرګونو وزیرستاني کډوال راغلي دي.
په دوى کې وزیر، دوړ، مسعود او یو شمېر نور قومونه شامل دي چې په ارګون، برمل، نکه، ګیان او زېړوک ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه کډوال وايې، که څه هم خلکو او دولت ورسره یو څه مرستې کړې، خو بسنه نه کوي او د نورو لازمو مرستو غوښتونکي دي.
ارګون ته يوه راغلي کډوال نورالدین پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ له دې خلکو څخه مننه کوو چې له موږ سره یې یو څه مرسته وکړه، خو بیا هم زموږ خلکو د جګړې له وېرې هر څه په کورونو کې پرېیښي، نو له دولت نه غوښتنه کوو چې زموږ له خلکو سره نورې مرستې وکړي.))
یوه بل کډوال اغاجان وويل، دوی د افغانستان له دولت او خلکو خوښ دي، ښه چلند يې کړی، خو لا هم نورو مرستو ته اړتیا لري؛ ځکه کډوالو له ځان سره یوازې یو څه د اړتیا وړ توکي راوړي اوسمهال د بې کورۍ او یو شمېر اړینو توکو له نه شتون سره مخ دي.
بل کډوال ګل محمد پژواک ته وویل: ((تر اوسه هېڅ هم نه لرم، خېمو، خوراکي توکو او کمپلو ته ډېره اړتیا لرم.))
په راغلو کډوالو کې یوه ۱۳ کلن ماشوم سردارخان بيا وویل: ((د جنګ له وېرې موږ خپل کور پرېیښی دی، اوس مې خپل درس او لوست ډېر ارمان دی، که د سبق ویلو زمینه راته برابره شي ډېره به ښه شي.))
بل پلو د پکتیکا دولتي چارواکي وايي، دوی له دغو کډوالو سره ځينې اړینې مرستې کړې او شته ستونزې یې هم تر یو بریده ور هوارې کړې دي.
د پکتیکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس محمدکاظم حقپال وایي، تر اوسه له دوی سره په برمل او ارګون کې څه باندې اوه زره کډوالې کورنۍ ثبت شوې چې څلور زره یې په برمل او نږدې درې زره یې په ارګون کې مېشتي دي.
نوموړی وایي، په ګیان، نکه او زېړوک ولسوالیو کې هم نږدې پنځه سوه کورنۍ مېشتې دي، خو دا داسې ولسوالۍ دى چې تر اوسه د نا امنیو له امله په کې دوى سروې نه ده کړې.
حقپال وويل: ((تر اوسه پورې موږ دغو کډوالو ته کمپ نه دی جوړ کړی، ځکه کله چې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت مرستیال، د پکتیکا والي او یو شمېر نور دولتي چارواکي دغو کډوالو ته د مرستې لپاره ورغلي وو، کډوالو په خپله ونه غوښتل چې کمپ ورته جوړ شي.))
د هغه په خبره، کډوالو دوی ته ویلي چې د جګړې او پاکستان پوځ عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته بېرته خپلو کورونو اوسيمو ته ستنېږي.
حقپال زیاتوي، له یادو کډوالو سره د ځينو خوراکي توکو مرسته شوې خو لا هم نورې مرستې ته اړتیا لري.
هغه له مرستندویه موسسو وغوښتل چې پکتیکا ته راستانه شوو کډوالو ته پاملرنه زیاته کړي او ورسره نورې اړینې مرستې ترسره کړي.
د يادونې ده، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو تر بریدونو وروسته تر دېرش زرو زیاتې قبایلي کورنۍ پکتیکا او خوست ولایتونو ته راکډه شوې دي.










