خوست ښار( پژواک ٢٤ وږى ٩٣): په خوست ولايت کې مېشت يو شمېر وزيرستاني کډوال وايي، چې د بې وسۍ له امله يې سوالګري پيل کړې ده.
دغه سوالګر وايي، د مرستو نه تر لاسه کولو، د سرپناه نشتوالی او کمزوري اقتصاد له امله يې خيرات ټول پيل کړي دي.
د شمالي وزيرستان يو تن کډوال پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په کوڅو کې هټۍ پر هټۍ ګرځي او له خلکو په سوال پيسې غواړي؛ خو ايله دوه يا درې سوه کلدارې ټولوي.
ده زياته کړه:((ښار کې سوال کوم او بيا د کور لپاره پرې اوړه، غوړي او ځينې نور شيان اخلم. نيم کيلو او يا يوه، يوه کيلو شيان پرې اخلم، يو دوه وخته ګوزاره مو پرې کېږي.))
ده وويل، چې پخوا يې په ميرانشاه کې بزګري کوله .
په خوست کې د ګلان کمپ يو تن کډوال محمد ناصر پژواک ته وويل، ګدايي کولو ته يې ځکه مخه کړې، چې د اړتيا وړ پيسې نه لري او نه هم ورسره تراوسه مرسته شوې ده.
ناصر وويل:((موږ له ډېرو سختو ستونزو سره مخ يو. سره له دې، چې خيرات ټولو؛ خو پر دې پيسو څه نه کېږي. کورنۍ مو باد او باران ته پرتې دي.))
په دې ولايت کې يو بل تن سپين ږيري کډوال وزيرګل پژواک ته وويل، چې له سهاره تر ماسپېښين پورې په ښار او د ماسپېښين د لمانځه پرمهال د ستر مرکزي جامع جومات په دروازه کې له خلکو خيرات غواړي.
وزيرګل وويل،په ميرانشاه کې يې د لاس مزدوري کوله او چا ته يې د محتاجۍ لاس نه غځېده؛ خو اوس د کډوالۍ پرمهال يې د بې کارۍ له امله خيرات ټولو ته مخه کړې.
دى وايي:((د غريبۍ له امله سوال کوم، ډېره هڅه مې وکړه،چې مزدوري پيدا کړم، خو نه پيدا کېږي. د ورځې درې سوه او دوه نيم سوه روپۍ راټولوم او ځينې لومړني توکي پرې اخلم.))
په ټوليز ډول په خوست کې زياتره وزيرستاني کډوال اندېښنه ښيي ، چې که په خپل وخت ورته اړينې مرستې ونه رسېږي، ښايي ډېر نور کډوال سوال کولو ته مخه کړي.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې په دې ولايت کې د خيرات ټولوونکو وزيرستانيانو کډوالو په اړه رسمي راپور نه دی تر لاسه کړی.
نعيمي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې د يادو ګدايي کوونکو شمېر څرګند او بيا ورسره د اړينو خوراکي او غېرخوراکي توکو مرستې وکړي.
والي وايي:((هڅه کوو،د دوی شمېر او لاملونه معلوم کړو. که دوی له مرستو بې برخې پاتې وي، نو د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو د مرستو د لېست په سر کې به ځای ورکړو.))
په کابل کې د کډوالو چارو په نړيواله اداره کې د وزيرستاني کډوالو د څانګې مشرې ماري هيلين ورني (Marie Helen Werney) پژواک ته وويل، چې که څه هم ټولو کډوالو ته مرستې نه دي رسېدلې؛ خو په دې برخه کې جدي کار روان دی.
ورني د ګدايي ګرو کډوالو په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه، د دوی ټيمونه هره ورځ په کليو ګرځي، د کډوالو نومونه ثبتوي او بيا ورسره د اړتيا وړ مرستې کوي.
هغې وويل:((له کډوالو سره زموږ د ادارې مرستې دوام لري. زموږ پاليسي دا ده، چې له کډوالو سره دوامدارې مرستې وکړو؛څو د هغوی د ستونزو په هواري کې مرسته وکړای شو.))
په دې ولايت کې ځايي افغان چارواکي وايي، چې له وزيرستاني کډوالو سره کېدونکې مرستې بسنه نه کوي او پراخو دوامداره مرستو ته اړتيا لري.
چارواکي وايي، چې په خوست کې د وزيرستاني کډوالو شمېر شاوخوا دوه سوه زره کسانو ته رسېږي، چې لا هم تر اوسه له ټولو کډوالو سره مرستې نه دي شوې.