ژبه

د تورخم د مخابراتو مدير ووژل شو

جلال اباد (پژواک ٢٤ تله ٩٣): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د تورخم سرحدي ښارګوټي د مخابراتو مدير په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

د ننګرهار د مخابراتو رييس عبدالرزاق ثاقب د پنجشنبې په ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر وسله والو د تورخم د سرحدي ښارګوټي د مخابراتو مدير رحيم الله پر موټر د تورخم –  جلال اباد د لويې لارې د مومندرې په ولسوالۍ کې بريد وکړ، چې په پايله کې نوموړى له خپل موټرچلوونکي سره ووژل شو.  

ده زياته کړه، بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي دي، خو دوى له امنيتي ارګانونو غوښتنه کړې، چې عاملين يې ونيسي.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې ډلې د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى. 

ورته موضوع