ژبه

د خوست د ملکي روغتون ډاکترانو روغتيايي مسوولين پر بې کفايتۍ تورن کړل

خوست ښار (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): د خوست د ملکي روغتون لسګونو ډاکترانو او نورو کارکوونکو د يوې اعتراضيه راټولېدنې په ترڅ کې روغتيايي مسوولين پر بې کفايتۍ تورن کړل.

احتجاج کوونکي چې د لړم په ١٧مه د ياد روغتون په انګړ کې راټول شوي وو، ويل يې چې د نورو ستونزو د نه هواري تر څنګ د دوی معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي چې له امله يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ميراکبر په نوم يوه ډاکنر پژواک خبري اژانس ته وويل، د روغتون د ډېرى ډاکترانو، نرسانو او ځينو نورو کارکوونکو معاشونه د روغتيا د نړيوالې شبکې يا Health Net پر غاړه دي.

نوموړي وويل، پوره څلور کاله کېږي چې دې موسسې پر خپل وخت دوی ته تنخوا نه ده ورکړې او هر ځل يې درې يا څلور مياشتې ځنډوي چې دغه کار له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

ډاکتر ميراکبر زياته کړه: ((هر ځل مو درې يا څلور مياشتې تنخوا ځنډېږي، خو چې اعتصاب وکړو بيا اېله د يوې مياشتې تنخوا راکوي، موږ دغه ځل د ټولو تېرو شوو مياشتو تنخوا يو ځای غواړو.))

د ياد روغتون يوه نرس راحب الله پژواک اژانس ته وويل چې دغه ستونزه يې لسګونه ځله له مسوولينو سره شريکه کړې خو د هواري لپاره يې هيڅ ډول ګام نه دی شوی.

هغه زياته کړه، که د عامې روغتيا وزارت د دوی ستونزه په بنسټيز ډول هواره نه کړي، د ده په ګډون ټول ډاکتران او نور کارکوونکي به د روغتون دروازې وتړي او مسووليت به يې د وزارت پر غاړه وي.

د خوست د ولايتي ملکي روغتون رييس ډاکتر عبدالمجيد منګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې د روغتيا نړيوالې شبکې له لوري ګومارل شوو روغتيايي کارکوونکو ته دوې مياشتې معاش نه دی رسېدلی.

نوموړي زياته کړه، دغه ستونزه د عامې روغتيا د وزارت په عمومي سيستم کې د ګډوډۍ له امله رامنځته شوې ده.

مجيد منګل وويل: ((د احتجاج کوونکو غوښتنه مو د روغتيا له نړيوالې شبکې او د دغه ولايت د عامې روغتيا له رياست سره شريکه کړې چې په پايله کې يې د يوې مياشتې تنخوا په دې اوونۍ کې ورکول کېږي.

په خوست کې د Health Net مسوول ډاکتر بيت الله هم پژواک اژانس ته د معاشونو يو څه ځنډېدل ومنل، خو ويې ويل چې ستونزه په دوی کې نه، بلکې په اړوند وزارت کې دوی ته پر خپل وخت پيسې نه ورکوي.

نوموړي دا هم وويل، د ډاکترانو او نرسانو تر شا بل څوک لاس لري چې هغوی احتجاج او يا د دغې موسسې پر وړاندې ستونزو جوړولو ته هڅوي.

هغه په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکتر ګل احمد شاه وايي چې په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې د ستونزو د بنسټيز هواري لپاره يې خپلې هلې ځلې پيل کړې دي.

د يادونې ده، د خوست ولايتي ملکي روغتون نږدې دوه سوه کسان تشکيل لري چې له دې ډلې د ۱۴۲ ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو تنخواوې د روغتيا نړيوالې شبکې پر غاړه دي.

ورته موضوع