منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل پوهنتون کې د اسلامي علومو څيړنيز مرکز پرانستل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۶ کتنې

کابل ( ١٨ لړم ٩٣ ) : د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د اسلامي علومو يو څيړنز مرکز پرانستل شو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې چې په ياد پوهنځي کې په لاره اچول شوي وو، د پوهنې وزير ډاکټر عبدالله عبيد، د ښوونې او روزنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال ډاکتر شفيق ، په کابل کې د سعودي عربستان سفير مسفر بن عبدالرحمن آل غاصب، د پوهنتون مسوولينو، استادانو او محصلينو برخه اخيستې وه.

دغه څيړنيز مرکز او وداني افغان ولس لپاره د سعودي عربستان د مرستې د ادارې (اللجنة السعودیة لاغاثة الشعب الآفغانی) لخوا جوړه شوې او په يادو مراسمو کې افغان حکومت ته وسپارل شو.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبيدالله عبيد د سعودي عربستان د حکومت او خلکو څخه د پرله پسې مرستو مننه وکړه او د دغه مرکز په جوړولو يې د يادې ادارې هلې ځلې وستایلې او دا یې ډېره ګټوره پروژه وبلله.