کابل ( پژواک، ٢ ليندۍ ٩٣ ) : د سعودي عربستان مرستندويه ټولنې د فارياب ولايت له سلګونو کورنيو سره مرستې وکړې.
ددغې ټولنې لخوا د ليندۍ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مرستې ددغه ولايت له هغو کورنيو سره وشوې، چې د طبعي افاتو له امله زيانمنې شوې وې.
سرچينې زياته کړې چې هرې کورنۍ ته ١٠ کيلو ګرامه وريژې، لس کيلو ګرامه لوبيا، درې کيلو ګرامه غوړي، پنځه کيلو ګرامه بوره، يو کليو ګرامه شين چاى او يوه تخت کمپل ورکړل شوې.
د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار يوه اوسېدونکي حسيب الله له يادې ټولنې مننه وکړه او ويې ويل چې دوى په ژمي کې نورو مرستو ته ته اړتيا لري.
د سعودي عربستان مرستندويه ټولنه وايي چې له تېرې مياشتې راهيسې په يو شمېر شمالي ولايتونو کې پر پنځو زرو کورنيو يادې مرستې ووېشلې.










