ژبه

هلمند کې يو څارنوال ووژل شو

لښکرګاه (پژواک ۳ ليندۍ ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ناپېژاندو وسله والو د ملي امنيت يو څارنوال وژلی دی.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د لښکرګاه په تور ټانک سيمه کې د ملي امنيت يو څارنوال مصطفی د ماښام له لمانځه وروسته له جومات څخه د کور په لور روان وو، چې ناپېژاندو وسله والو پرې ډزې کړي او هغه يې وژلی دی.

ده زياته کړه، ياد څارنوال د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د هلمند په ملي امنيت رياست کې يې د څارنوال په توګه دنده لرله.

د هغه په وينا، پوليسو د پېښې د عاملينو د نيولو په اړه عمليات پيل کړي دي.

د دې وژنې مسووليت تراوسه پوري چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته موضوع