تالقان (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٣): د تخار د کرنې رياست د دغه ولايت پوليس د خوږولې بوټي (شېرين بويه) د ناقانونه راټولونې او قاچاق د نه مخنيوي په برخه کې پر بې پروايۍ تورنوي.
دا طبي بوټى چې په دارو درملو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، د تخار په رستاق، کلفګان، درقد او فرخار ولسواليو کې ډېر موندل کېږي.
د دغه بوټي شکول او پلورل د حکومت له لوري منع شوي خو د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي چې اوس هم په ناقانونه ډول شکول کېږي او بيا په قاچاقي ډول پاکستان ته ځي.
د ياد رياست د طبيعي منابعو امر محمدامين پژواک خبري اژانس ته وويل، د شوو ارزونو له مخې د تخار ولايت په لس زره جريبه ځمکه کې شېرين بويه بوټي ولاړ دي.
هغه وايي، پوليس د ياد بوټي د ناقانونه شکولو او قاچاق د مخنيوي په برخه کې مرسته نه کوي.
نوموړي وويل، په ولسواليو کې يې د قومي شوراګانو له لوري د شېرين بويې کاروباريانو ته د دغه بوټي د شکولو مسلکي لارې چارې ور ښودلې خو لا هم په نامسلکي ډول وهل کېږي.
د هغه په خبره، له همدې امله ياد بوټى اوس د ورکېدو له ګواښ سره مخ دى او هم په سيمه کې د سېلابونو د زياتېدو لامل شوي.
د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکى نجم الدين پژواک اژنس وويل چې ياد بوټى په ساده وسايلو وهل کېږي او بيا په ازاده پلورل کېږي.
هغه زياتوي: ((کله چې شېرين بويه له ځمکې يو متر راپورته شي، بېخ يې نيم متر کنو، رېښه يې را وباسو، رېښه يې د يوې ګوتې په اندازه ټوټې کوو او لمر ته يې اچوو چې وچ شي او بيا يې پلورو.))
د درقد ولسوالۍ اوسېدونکى سميع الله چې تالقانو ښار ته يې ۳۰ منه شېرين بويه راوړې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله يې دغه کار ته مخه کړې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې که کار روزګار ولري نه غواړي چې دغه طبي بوټى له سيمې ورک شي.
ده وويل: ((دېرش منه شېرين بويه مې راوړې، پلورم يې او کور ته پرې سودا اخلم. که مې اقتصادي حالت ښه واى او که مې کار روزګار لرلى والله که مې دغه کار کړى واى. رښتيا هم شېرين بويه د ورکېدو له خطر سره مخ ده، دولت بايد موږ ته روزنه راکړي چې په فني توګه يې وکنو څو نسل يې ورک نه شي.))
د کلفګان ولسوالۍ يو قومي مشر حميدالله وايي چې په دې ولسوالۍ کې پخوا داسې سيمې وې چې د شېرين بويې بوټي ځنګل په کې و، خو اوس شاړې ځمکې ښکاري.
نوموړي پژواک ته وويل، که دولت د دغه بوټي د ايستلو مخه ونه نيسي، شوني ده چې په راتلونکو څو کلونو کې به يې يو بوټى هم په سترګو ونه ليدل شي.
د تخار په مرکز تالقانو کې يوناني رونځورپوه عبدالحسيب رستاقي پژواک ته وويل چې دوى د شېرين بويې بوټى من په ٣٠٠ افغانۍ له خلکو پېري او بيا ترې دارو درمل جوړوي.
هغه وويل، دوى له دغه بوټي د سينه بغل، د خېټې د درد، والګي او معدې د التهاب د مخنيوي تر څنګ د نورو ناروغيو دارو درمل جوړوي.
هغه زياته کړه چې يو شمېر کسان دا طبي بوټى پېري او بيا يې پاکستان ته قاچاق کوي؛ خو هغه په دې اړه ډېر معلومات ور نه کړل.
د تخار امنيه قومانداني په دې اړه څه نه وايي خو د والي وياند سنت الله تيمور پژواک اژانس ته وويل چې سيمه ييزو چارواکو او پوليسو د دغه بوټي د قاچاق د مخنيوي په موخه اړين تدابير نيولي دي.
هغه وايي که څه هم چې پوليسو په دې برخه کې اړين ګامونه وچت کړي؛ خو بيا هم ياد بوټى قاچاق کېږي.
د والي وياند زياته کړه: ((زه د شېرين بويې بوټي د وهلو او د قاچاق خبره نه شم ردولاى؛ خو ويلاى شم چې پوليسو يې د مخنيوي په برخه کې اړين ګامونه وچت کړي. ز موږ پوليس هره ورځ له دغه ډول مسايلو سره مخ کېږي چې مخه يې نيسي. دا هم ويلاى شم چې له درېيو کلونو راهيسې يې دا طبي بوټى شکول کېږي او هم يو څه يې قاچاق شوي دي.))
د چاپيريال ساتنې متخصص ډاکتر يارمحمد په دې اړه په خپله مقاله کې ليکلي، د شېرين بويې بوټى چې د افغانستان د شمال په للمي ځمکو کې راشين کېږي، بايد پالنه او ساتنه يې وشي.
هغه وايي چې د دغه بوټي نامسلکي ايستنه به د چاپېريال د ککړتيا لامل شي؛ ځکه خو يې بايد د شکولو مخنيوى وشي.