کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): په ايران کې د “ساماندهي” طرحې په ګډون د ٤٥٠ زره مېشتو افغانانو د استوګنې موده د نورو شپږو مياشتو لپاره وغځېده او په کابل کې به د ايران په همکارۍ معلولينو ته د وړتيا وربښلو يو مرکز جوړ شي.
د حکومت اجرايي رياست د لومړي مرستيال د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تصميم ايران ته د افغان حکومت د اجرايي رياست د دويم مرستيال په سفر کې نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان لوري هم ژمنه کړې چې په دوو مياشتو کې خپل هېواد ته د دغو کډوالو د راستنولو لپاره خپله طرحه تازه جوړې شوې ګډې کمېټې ته وړاندي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په وروستيو کې ايران اعلان کړى و چې د بهرنيو وګړو نوم ليکنه په لېندۍ مياشتې کې پاى ته رسېږي او د مرغومي مياشتې له پيله به هغه کسان ونيسي چې قانوني مدارک ونه لري.
د افغان وګړو “ساماندهي” طرحه په ايران کې د دغو وګړو د اوسېدو قانوني طرحه ده او په کې افغان وګړي له قانوني ملاتړ لکه بېمه، د تحصل او نورو حقونو د استفادې جواز لري او هم په ايران کې مېشت افغانان بايد هلته د اوسېدو قانوني مجوز، د پناه اخيستنې کارت او يا د افغانستان پېژندپاڼه ولري.
اوسمهال په ايران کې شاوخوا دوه ميليونه افغانان مېشت دي چې پنځوس سلنه يې په رسمي او پاتې نور په ايران کې په غير رسمي بڼه ژوند کوي.
اکثره افغانان ايران ته د کار لپاره ځي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د محمد محقق او ورسره پلاوي سفر کې تصميم ونيول شو چې افغان محصلينو ته د ايران د دولت له خوا د ٥٠٠ تحصيلي بورسونو د ورکړې پروګرام چې پخوا د فني ستونزو په سبب ځنډول شوى و، ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې د ايران د کار، تعاون او ټولنيزې سوکالۍ وزارت د چمتووالي اعلان وکړ چې په لومړي فرصت کې به خپل پلاوى په کابل کې د اسلام د ستر پيغمبر(ص) په نوم د معلولينو د وړتيا مرکز ته چې کار يې پخوا د ايران اسلامي جمهوريت له خوا پيل شوى و، واستوي.
د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرکز په ١٣٩٠ لمريز کال کې په دارالامان کې د ايران له خوا جوړ شوى و، خو تېر کال د افغانستان لويې څارنوالۍ له خوا وځنډول شو.
د ده په خبره، د افغانستان لويې څارنوالۍ د دغه مرکز د ودانۍ کار له دې امله چې د لويې څارنوالۍ ودانۍ ته نږدې و، د امنيتي لاملونو له امله وځنډاوه.
خو افتخاري زياته کړه چې د ولسمشر د حکم له مخې پرېکړه وشوه چې د دغه مرکز فعاليت دې بېرته پيل شي.










