کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٣): د ايران د پوليسو قوماندان امر کړى، چې د دغه هېواد د پوليسو هغه منسوبين چې له افغان مهاجرينو سره ناوړه چلند کوي، تر عدلي تعقيب لاندې راشي او سزا دې وويني.
دغه امر د هغې ويډيو له خپرېدو وروسته ورکړل شوى چې څو ايراني پوليس له افغان مهاجرينو سره د ناوړه چلند په حال کې ښکاري.
د ايران تسنيم خبري اژانس ويلي چې د دې قضيې په اړه غبرګونونه، په ځانګړې توګه د څو ډلو ايرانيانو له خوا لامل شول چې په دې برخه کې پوليس هم غبرګون وښيي.
د دغه هېواد د پوليسو د ټولنيزو چارو مرستيال سعيد منتظر المهدي تسنيم خبري اژانس ته ويلي: ((د ياد خبر تر خپرېدو وروسته سمدستي د پوليسو قوماندان د يادې پېښې د عاملينو د موندلو، د وخت او ځاى او په اړه يې د نورو څېړنو امر ورکړ.))
د هغه په خبره، هغه څه چې د زغم وړ دي، هغه دي چې په پوليسو کې دغه ډول چلند په هېڅ ډول د قبول وړ نه دى؛ ځکه په پوليسو کې حاکم فکر د خدمت، دوستۍ او قانونمندۍ فکر دى.
المهدي زياته کړې: ((پر دې اساس باوري يم، د انسانيت د حکم له مخې افغانان د احترام وړ او زحمتکش خلک دي، ديني، فرهنګي او تاريخي وروڼه مو دي، نو ځکه موږ تل هغوى ته د يوه مهاجر په سترګه ګورو او هڅه کوو د هغوى د حقوقو په برخه کې انساني کرامت رعايت شي.))
د يادونې ده، له کلونو راهيسې د ايران د حکومت، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا له افغان مهاجرينو د نامناسب او ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي او ان کله کله خو يې په ډله ييزه توګه وژني هم.










