منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اسدالله غضنفر د ولسمشر فرهنګي سلاکار وټاکل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٣): د ولسمشر د يوه فرمان له مخې، ليکوال او اديب استاد اسدالله غضنفر په فرهنګي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.

په دې اړه د ولسمشر اشرف غني په يوه فرمان کې راغلي، چې نوموړى يې د چارو د لا ښه تنظيم او سمون او د مخورو اشخاصو له علمي او فرهنګي تجربو او زده کړو څخه د استفادې په موخه، د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣ مې فقرې پربنسټ د ولسمشر د فرهنګي سلاکار په توګه ټاکلى دى.

غضنفر د استاد صديق پسرلي زوى دى، چې تردې وړاندې يې د ازادۍ راډيو د پښتو تعليمي خپرونو ايډېټر و او يو مهال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ماسترۍ پروګرام کې يې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

بايد وويل شي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار څېړنپوه زلمى هېوادمل و.