کابل (پژواک،٦ مرغومى ٩٣): د هېواد په ځينو سيمو کې ځيني کسان د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژه ستايي او د پراختيا غوښتنه يې کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (NHLP) په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې پيل شوې او لا هم دوام لري.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د بڼوالۍ څانګې د بڼوالۍ مديريت، د اوبو لګولو د سيستم د تنظيمولو، د افاتو او امراضو د مخنيوي، کورنيو باغچو (Kitchen Gardening) جوړولو، د بڼوالۍ ترويج او محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې په ۲۲ ولايتونو کې کار کوي.
سرچينه زياتوي چې تر دې مهاله د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په ټول هېواد کې تر پنځه پنځوس زره (۵۵۰۰۰) جريبه ډېر د بادام، زردالو، مڼې، انګور، شفتالو، الو، ناک، ګيلاس، انار، مالټه، کېنو، ليمو او نورو مېوو او دغه راز په للمي ځمکو کې د پستې شاوخوا درې نيم زره جريبه باغونه جوړ کړي دي.
د پروان د بګرام ولسوالۍ د نصرو کلا اوسېدونکي عبدالقادر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرنې وزارت پنځه کاله مخکې د بڼوالۍ په برخه کې اړينې زده کړې ورکړې، د زردالو، مڼو او شفتالو يو شمېر نيالګي، د نباتي ناروغيو يوه اندازه درمل، کيمياوي سره او د بڼوالۍ ځيني اړين توکي ورکړل.
هغه وايي همدا مرسته د دې لامل شوه چې اوس د بڼ خاوند دى.
عبدالقادر زياته کړه: “دا يوه ښه پروژه ده، زه اوس د بېلابېلو مېوو ٢٣٤ ونې لرم او سږ کال مې څلور خرواره ( ٣٢٠ منه) مېوه پلورلې ده.”
ده ونه ويل چې له دې لارې يې سږ څومره پيسې ترلاسه کړې خو زياتوي چې که دغه پروګرام پراخ شي او له نورو خلکو سره هم دا ډول مرسته وشي نو د خلکو پر اقتصاد کې به غوره بدلون راشي.
د پروان د مرکز اړوند د بايان سيمې اوسېدونکى عبدالاقا هم دغه پروژه ګټوره بولي خو وايي چې له ده سره په دې اړه مرسته نه ده شوې. هغه هم د دې پروژې د پراختيا غوښتونکى شو.
د کرنې وزارت د يادې پروژې چارواکي وايي، د يادې ملي پروژې له لارې ۴۰۰۰۰ مېرمنو ته د سابه وو کورنۍ باغچې هم جوړې شوې چې په دې توګه يې له يوې خوا کليوالو مېرمنو ته د کار فرصتونه برابر کړي او له بلې خوا يې د کورنيو له اقتصادي ودې سره مرسته کړې ده.
د سمنګانو د مرکز اوسېدونکې ٣٥ کلنه ساجده هم له دې پروژې برخمنه شوې ده.
هغه وايي چې څو ورځې مخکې يې د دې پروژې له لارې د څو ډوله سبو تخمونه او د شنې خونې د جوړېدو لپاره پلاستيک او ګول سيخونه ترلاسه کړي دي.
ساجدې وويل چې په شنو خونو کې د کښت کولو اړينې زده کړې هم ورکړل شوې او له دې مرستې ځکه خوښه ده چې په شنو خونو کې د کښت له لارې به وکولاى شي چې د خپلې کورنۍ يو څه اړتياوې پوره کړي.
دغه راز د سمنګانو د مرکز يوه بله اوسېدونکې نوريه چې مخکې د سبو د کرلو په برخه کې د يادې پروژې له لارې ورسره اړينه مرسته شوې، وايي چې د سبو د پلور له مدرکه يې خپل مېړه ته د خوراکي توکو هټۍ جوړه کړې او اقتصادي ستونزې يې ورسره حل شوې دي.
دغه راز د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د يادې پروژې د مالدارۍ څانګه هم د حيواني روغتيا، د چرګانو د ساتنې او ترويج په برخه کې په ۲۹ ولايتونو کې کار کوي او له دې لارې تر اوسه يو ځل په روان کال او يو ځل هم تېر کال د هېواد په کچه دوه نيم ميليونه څارويو ته د بروسلوز ناروغۍ واکسين ورکړل شوي دي.
د پروان د مرکز د بايان سيمې اوسېدونکې فاطمه وايي چې د کرنې وزارت د يادې پروژې له لارې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې دېرش چرګانې، د چرګانو يوه اندازه دانه او د چرګانو د ساتنې اړين توکي او زده کړې ورکړل شوې دي.
هغه وايي: “دا ډېر ښه پروګرام دى، ما سره له دې چې ډېرې چرګانې او هګۍ مې پلورلې او په کور کې مې هم ترې کار اخيستى، دا مهال په کور کې ٦٠ چرګانې لرم، خوښه يم چې اوس له دې لارې له خپلې کورنۍ سره مرسته کولاى شم.”
يادې ټولې سرچينې د دې پروژې د پراختيا غوښتنه کوي.
د يادې پروژې چارواکي وايي چې دغه پروژه د پراختيا په حال کې ده او ټاکل شوې چې تر ٢٠١٨ ميلادې کال پورې د ټول هېواد په کچه پلې شي.
د کابل ولايت مقام هم د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه ستايلې او دوې ورځې مخکې يې ستاينليک ورکړى دى.
د کابل ولايت مشرتابه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې کارونه او فعاليتونه ستايلي او ويلي يې دي چې د دې پروژې له لارې د يو شمېر کروندګرو او مالدارانو ژوند ښه شوی دی.










