منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان کې امنيتي ځواکونو ١٧ افغان کډوال نيولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

کابل ( پژواک، ١٢ مرغومى ٩٣ ) : پاکستانيو امنيتي ځواکونو په بېلا بېلو سيمو کې ړ عملياتو پر مهال ١٧ افغان کډوال نيولي دي.

پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ١٢مه، خبر ورکړى، چې دغه افغان کډوال د پاکستان له بېلا بېلو ايالتونو ‌څخه نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې څلور تنه افغان کډوال د پنجاب ايالت له مظفر ګړ سيمې، پنځه  تنه د پنجاب له ميانوالي او اته تنه يې د پنجاب له ليه سيمې څخه نيول شوي دي.

پاکستانيو امنيتي مسوولينو ويلي چې دغه افغان کډوال يې له اسنادو پرته په پاکستان کې د اوسېدو او په يو شمېر نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې د نيول شويو افغانانو دوسيې به محکمو ته لېږي او هغوى به يې په اړه پرېکړې کوي.

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د پاکستان دپېښور پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته چې په ترڅ کې يې شاوخوا ١٤٠ زده کوونکي ووژل شول، د افغان کډوالو پر ضد د امنيتي ځواکونو لخوا يو لړ اقدامات پيل شوي چې تر اوسه لسګونه افغان کډوال نيول شوي دي.

بلخوا دپاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت حکومت له مرکزي څخه غوښتي چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي.

بايد وويل شي چې په پاکستان کې اوس هم شاوخوا يو نيم ميليون افغان کډوال مېشت دي.