منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

تهران د افغان کډوالو د ايستلو د چارو پر تنظيم کار کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

تهران (پژواک، ۱٦ مرغومی ۹۳): ايران په هڅه کې دى چې تر راتلونکو شپږو مياشتو له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو څرنګوالی تنظيم کړي.

دغه څرګندونې د ايران د کورنيو چارو وزارت د اتباعو عمومي مشر ډاکټر کاظمي پرون (د مرغومي ١٥مه) له افغان پلاوي سره د کتنې پر مهال کړې دي.

په دغه پلاوي کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنيو چارو وزارت د استازو تر څنګ د يو شمېر رسنيو خبريالان هم شامل دي.

ډاکټر کاظمي په دې کتنه کې وويل چې په ايران کې يو ميليون او پنځه سوه زره افغانان قانوني او د اټکل له مخې همدومره نور ناقانونه مېشت دي.

نوموړي زياته کړه چې له نوي حکومت سره يې د هوکړې له مخې د ۴۵۰ زره کډوالو موده شپږ مياشتې غځول شوې ده.

څو ورځې مخکې د افغانستان د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمدمحقق ايران ته د سفر پر مهال له ايران سره يادې پرېکړې ته رسېدلى و.

د ايران د کورنيو چارو وزارت د اتباعو عمومي مشر د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغان کډوال به تر دې مودې وروسته له ايرانه و ايستل شي؟ وويل: ((موږ يوه کمېټه جوړه کړې چې په دې برخه کې کار کوي، څو شپږ مياشتې وروسته د افغان کډالو د ايستلو چارې تنظيم کړي.))

د افغان پلاوي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستياله سمين حسن زاده وويل چې په کابل کې د ايران سفارت له افغانانو د ويزې پر سر د وثيقې په ډول درې سوه يورو اخلي.

هغې زياته کړه: ((يو شمېر کورنۍ په دومره اندازه د پيسو د ورکړې توان نه لري او ايران بايد په دې مسايلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.))

ايراني لوري يادونه وکړه چې له کډوالو د کلنۍ پيسو اخيستل د ښارواليو صلاحيتونه دي، خو بيا به هم د دې ستونزې د حل هڅې وکړي.

دوی دا هم وويل چې د وثيقې په ډول د پيسو اخيستل يې هېواد ته د کډوالو د ورتلو لپاره تګلاره ده او کله چې راتلونکي کسان بېرته ستنېږي دا پيسې بېرته ورکوي.

داسې ښکاري چې تهران د افغان کډوالو د ايستلو په مسئله کې جدي دى او غواړي دلته مېشت افغان کډوال وباسي.

خو ويل کېږي په لنډو ورځو کې به ولسمشر اشرف غني تهران ته سفر وکړي او د نورو مسايلو پر سر به د خبرو تر څنک د کډوالو پر موضوع هم له ايراني لوري سره خبرې وکړي.