منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان: د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکلې نېټه نه غځېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٣): پاکستاني چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکلې نېټه به نوره ونه غځېږي.

ځينو پاکستانۍ رسنيو ويلي چې دغه پرېکړه د جګپوړو پاکستاني چارواکو د تېرې ورځې په يوه غونډه کې شوې ده.

يوې پاکستانۍ رسنۍ ډيلي ټايمز ليکلي، په ياده ناسته کې پرېکړه شوې چې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه به د ٢٠١٥ کال د ډسمبر تر ٣١مې ډېره ونه غځېږي.

د سرچينې په وينا، د افغان کډوالو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه چې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ UNHCR د چارواکو تر منځ شوې وه، د ٢٠١٥ کال د ډسمبر تر ٣١مې وروسته معتبره نه ګڼل کېږي.

دغه راز پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د اوسېدو کارتونه به هم د ٢٠١٥ د ډسمبر تر ٣١مې وروسته ارزښت ونه لري او هغه کډوال چې په ښاري سيمو کې ژوند کې کوي کمپونه ته به ولېږدول شي او د پاکستان حکومت دې د کډوالو ځانګړي کمپونه په دغه هېواد کې جوړ کړي.

د پاکستانۍ رسنيو له قوله ويل شوي چې دا پرېکړه د مرکزي دولت د استازو او د خيبر پښتونخواه د چارواکو په ناسته کې شوې او پاکستاني چارواکي په پام کې لري چې په دې اړه د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونو کميساري هم په جريان کې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو د را ايستنې په اړه د پاکستاني چارواکو پرېکړه د ژمنو خلاف بللې ده او وايي چې په هڅه کې دي دا ستونزه له ډيپلوماتيکو لارو حل کړي.