کابل ( پژواک،٣٠ مرغومى ٩٣ ) : پاکستانيو پوليسو په بېلا بېلو سيمو کې ١٣٥ افغان کډوال نيولي دي.
پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ٣٠مه، خبر ورکړى ، چې ياد افغانان د امنيتي ځواکونو له خوا د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې د ورانکارو او ترهګرو پر ضد د ځانګړو چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
په راپورونو کې راغلي چې پوليسو٧٦ تنه افغان کډوال د ياد ايالت په پېښور ښار کې او ٥٩ نور يې د پښتونخوا ايالت له نورو ولسواليو څخه نيولي دي.
پاکستانيو امنيتي مسوولينو ويلي چې ياد افغانان يې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، نيول شوي افغانان به محکمو ته لېږل کيږي چې د محکمو د پرېکړې له مخې به يا بنديان کېږي او يا به هم د تورخم له پولې څخه اړول کېږي .
د يادونې ده چې تېره مياشت د پېښور ښار پر يوه ښوونځي د وسله والو تر بريده وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور او يو شمېر سيمو کې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پيل شوې ده.
د ياد ايالت مسوولينو او امنيتي چارواکو يو شمېر افغان کډوالو ته د وتلو امر هم کړى دى.
په پېښور کې اوسېدونکي يوتن افغان کډوال عزيز الله پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د پوليسو له خوا د افغانانو ځورول زيات شوي دي.
هغه زياته کړه : (( کله نا کله چې کومه پېښه رامنځته شي، نو بيا ورسره سم دافغانانو ځورول پيل شي، د پوليسو غوا لنګه شي او افغانان دپيسو لپاره نيسي او خوشې کوي يې.))
د يادونې ده چې اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.










