کابل(پژواک، ١٤سلواغه ٩٣): د ننګرهار کانال پر بيارغونې د اسيا پراختيايي بانک څه باندې ١٦ ميليون مرسته شوي ډالرلګول کيږي، چې ددغه کانال له لارې به ٢٥ زره هکتاره ځمکه او باغونه خړوب شي.
ددې پروژې تړون نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د (ISD) خصوصي شرکت ترمنځ نن په کابل کې لاسليک شو.
په دې پروژه کې د ٦٥ ساختمانونو بيارغونه، د عمومي کانال پاکول، د اوبو د تنظيم دروازو بدلول، او د اوبو لېږدونکي نلونه او تحکيمات، د اوبو د تنظيم وسايل او نورې برخې شاملې دي.
ددې پروژې کار به په يو نيم کال کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست سليم کندوزي ددې تړون له لاسليک وروسته وويل چې ددې کانالونو د بيارغونې او عصري کولو د کار له بشپړاوي وروسته، به د ننګرهار ولايت ٢٢ زره هکتاره ځمکه او درې زره هکتاره باغونه په سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومند درې ولسواليو کې خړوب شي.
هغه زياته کړه چې ددې پروژو پلي کول د اوبو د ضايعاتو څخه د مخنيوي او خلکو ته د کاري زمينې په پيدا کولو کې مهمه ونډه لري.
د ننګرهار د اوبو لګولو کانال د ٧٠ کيلومتره اوږدوالي په درلودلو د هېواد په ختيځ کې د اوبو تر ټولو ستر کانال دى. ددې کانال بنسټيز ظرفيت ٥٠ متره مکعب دى چې د ٣١ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري.
خو د کرنې وزارت چارواکي وايي چې اوسمهال د کانال ظرفيت له ٢٥ څخه تر ٣٠ مترو مکعب پورې تثبيت شوى چې د پروژې له پلي کولو وروسته به يې ظرفيت بېرته ٥٠ متره مکعب ته لوړ شي.
ددې پروژې لګښت ١٦،٣ ميليون امريکايي ډالره دى چې د اسيا پراختيايي بانک(ADB)له خوا ورکول کېږي.
د ننګرهار سرپرست والي عطاءالله لودين د دا ډول پروژ عملي کول د کروندګرو په اقتصادي وده کې مهم بولي او له کرنې وزارت څخه يې غوښتنه وکړه چې د کرنې په برخه کې دې ننګرهار ته پاملرنه وکړي.
نوموړي ننګرهار يو کرنيز ولايت وباله او ژمنه يې وکړه چې ددې ډول پروژو ساتنې ته به کلکه پاملرنه وکړي.
دغه تړون د افغان دولت او اسيا پراختيايي بانک تر منځ د ٢٥ميليون ډالرو په ارزښت د هغه هوکړه ليک برخه ده چې د ٢٠٠٩زېږديز کال په نومبر مياشت کې د ننګرهار سيمې د پراختيا لپاره لاسليک شو.
چارواکي وايي چې په تېرو کلونو کې په دې برخه کې ګټور کارونه شوي چې د تدارکاتي خدمتونو تر سره کول، د ساختماني کارونو څارنه، د اوبو په تنظيم کې د اوبو لګولو د ټولنو رامنځته کول، په ټاکل شوو ځايونو کې د ننداريزو قطعو جوړول او د ننګرهار عمومي کانال په اوږدو کې د ١٥ ساحو د ساختماني چارو بشپړول رانغاړي.










