کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩٣): د کډوالو نړيوال سازمان په يوه نوي راپور کې ويلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په پېښور کې د طالبانو له سخت بريد وروسته د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي.
په دغه راپور کې چې د کډوالو د نړيوال سازمان (آى او ام) له لوري خپور شوى، راغلي چې سلګونو افغان کډوالو له همدې امله خپل کورونه پريښي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ياد راپور کې، کابل کې د دغه سازمان د مشر ريچارډ ډانزينګر له قوله ويل شوي، چې د ٢٠١٥ زېږديز کال په جنورۍ مياشتې کې له ٢٢زره څخه زياتې کورنۍ چې قانوني سندونه يې نه درلودل، د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې، چې دغه شمېره د ٢٠١٤ کال په اوږدو کې د راستنو شويو کډوالو دوه برابره جوړوي.
همدارنګه د پاکستان امنيتي ځواکونو په جنورۍ مياشت کې ١٥٠٠ نور افغانان هم د تورخم له لارې راشړلي، چې دغه شمېره د تېر کال د ډيسمبر مياشتې دوه برابره تشکيلوي.
ډانزينګر وايي: “دغه ټول کارونه په پېښور ښار کې پر يوه ښوونځي له خونړي بريد وروسته پيل شوي دي.”
د هغه په وينا، کله چې يوه ناوړه پېښه رامنځته کېږي، نو د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په راوېستلو پيل کوي.
پاکستاني طالبانو د تېر ٢٠١٤ زېږديز کال په ډيسمبر مياشت کې د پېښور ښار پر يوه پوځي ښوونځي بريد وکړ، چې په پايله کې يې له ١٣٠ زده کوونکي ووژل شول. دغه پېښه د دې لامل شوه چې د پاکستان حکومتي ځواکونه په ياد هېواد کې د ترهګرو پر وړاندې خپل دريځ او عمليات نور هم سخت کړي.
له ياد بريد وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې پراخه شوې او په دې وروستيو کې د پاکستان لوړپوړو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ خبره کړې ده. افغان حکومت د پاکستان حکومت له لوري د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته په ښوونځي باندې د بريد په تړاو پنځه شکمن کسان ونيول.
که څه هم د داړو هېوادونو تر منځ اړيکې د ښه کېدو لوري ته روانې دي، خو په زور او زياتي سره د افغان کډوالو راشړل او له هغوى سره د ياد هېواد د امنيتي ځواکونو له لوري نامناسب چلند د دواړو هېوادونو ترمنځ پر وروستيو پرمختګونو منفي اغېزې ښندلى شي.
د کډوالو نړيوال سازمان چارواکي وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو غبرګونونو سره مخ دي او د دغه هېواد د ځواکونو له ځورول کېږي او ان د دوى پر کورونو د چاپې وهلو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان حکومت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه هېواد کې ١،٦ ميليون افغان کډوال د قانوني اسنادو پر بنسټ په پاکستان کې ژوند کوي او په همدې اندازه نور بيا له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
خو د پاکستان حکومت د کډوالو نړيوال سازمان د راپور په اړه غبرګون ښودلى دى.
د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم د دغو څرګندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره ښه چلند لري.
هغې ويلي، پاکستان غواړي چې افغان کډوال په ډېر درناوي او عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي او دوى په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې هم کړې دي.










