کلات (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): د زابل يو شمېر اوسېدونکي او د کرنې رياست چارواکي وايي چې د وروستيو ورښتونو له امله په دغه ولايت کې د وچکالۍ وېره کمه شوې ده.
په دې وروستيو کې په زابل کې پرله پسې ورښتونه شوي چې له امله يې په خلکو کې د وچکالۍ پر وړاندې اندېښنې کمې شوې دي.
بلخوا د کرنې چارواکي وايي چې که بارانونه همدا ډول دوام وکړي، نو د کرنې په برخه کې به د ځمکې تنده ماته شي او کروندګر به په راتلونکي فصل کې ښه حاصلات ولري.
دا په داسې حال کې چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې په دغه ولايت کې بارانونه نه وو اورېدلي چې له امله يې په ملکو کې د وچکالۍ اندېښنې پيدا شوې وې.
د کلات ښار يو تن اوسېدونکي محمدپژواک خبری اژانس ته وويل چې زابل يو کرنيز ولايت دى او که ورښتونه ونه شي، نو د خلکو پر حاصلاتو به ناوړه اغېزه وکړي.
هغه زياته کړه چې څه موده مخکې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو د باران لپاره داستثقاء لمونځ هم کړى و چې په پايله کې يې خداى د خلکو دعا قبوله کړه او ورښتونه پيل شول.
د شاه جوى ولسوالۍ يو اوسېدونکى حسيب الله هم وايي چې په سيمه کې يې د بارانونو د نه کېدو له امله خلک سخت اندېښمن وو.
خو هغه وايي چې په دې وروستيو کې پرله پسې بارانونه وشول او هغه اندېښنې يې کمې کړې چې ګواکې وچکالي به يې زيانمن کړي.
خو د کرنې د رياست مسوولين وايي چې له وروستيو ورښتونو سره په دغه ولايت کې د وچکالۍ ګواښ کم شوى، خو بشپړ له منځه نه دى تللى.
د دغه ولايت د کرنې رياست د کوپراتيف مدير نجى الله اخونزاده پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه په دغه ولايت کې يواځې ١٧ ملي متره باران شوى چې تېر کال په دغه موسم کې دغه کچه ٢٥٠ ملي متره وه.
هغه زياتوي چې که چېرې د بارانونو ورښت دوام وکړي، نو د کرنې په برخه کې به له کروندګرو سره مرسته وشي او حاصلات به يې ښه شي.
د نوموړي په وينا، که چېرې ورښتونو ودرېږي، نو دا به پر راتلونکي فصل بده اغېزه وکړي.
په دغه ولايت کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس سميع الله وايي چې په دغه ولايت کې بارانونه پيل شوي او که چېرې طبيعي پېښې رامنځته شي، نو دوى ورته چمتووالى لري.
په زابل کې په داسې حال کې ورښتونه پيل شي چې کروندګرو په خپلو کروندو کې فصلونه کرلي او بارانونو ته په تمه ناست وو.
د يادونې ده، اوس مهال په زابل کې په پراخه کچه غنم کرل شوي او د دې تر څنګ د تازه مېوو باغونه هم د باران اوبو ته اړتيا لري.










