منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کراچۍ پوليسو هم سلګونه افغانان نيولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کراچۍ ښار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د کراچۍ پوليسو په تېرو دوو ورځو کې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال نيولي دي.

په دغه ښار کې مېشت افغان کډوال وايي چې په نيول شوو کې زياتره هغه افغانان شامل دي چې د مهاجرت قانوني اسناد يا پي او ار کارتونه هم لري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د يوه مېشت غالي مشر حاجي عبدالله د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون راهسې تر ٥٠٠ ډېر کډوال نيول شوي چې اوس د کراچۍ ښار په ۱۰۶ امنيتي پوستو کې زنداني دي.

د هغه په وينا، په نيول شوو کې د ځوانانو تر څنګ سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي.

حاجي عبدالله زياته کړه چې د پېښور پر يوه ښوونځي تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې ١٥٠ کسان ووژل شول، په کراچۍ ښار کې هم د پوليسو له خوا د افغانانو د نيولو او ځورولو لړۍ پيل شوې ده.

خو نوموړى وايي چې شاوخوا لس ورځې مخکې کراچۍ ښار ته د افغانستان د سفير جانان موسى زي تر سفر وروسته چې له ځايي چارواکو سره يې وليدل، دا نيونې کمې شوې وې، خو اوس يو ځل بيا دا لړۍ پيل شوې ده.

هغه وويل: ((په دې دوو ورځو کې له پنځه سوه د زياتو نيول شوو کډوالو کورنيو ما سره اړيکې نيولې او د خپلو خپلوانو د نيونې په اړه يې شکايت کړى دى.))

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د مېشت غالي دغه مشر وايي، له کراچۍ پرته د سند صوبې په نورو ښارونو حيدراباد، ګوټکي، جامشورو، سکر او شکارپور کې هم افغان کډوال د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل شاه احمد سعيد له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې پوليسو له افغان کډوالو سره سخت چلند پيل کړ ى دى.

هغه زياته کړه: ((په دې دوو ورځو کې د کراچۍ له سهراب ګوټ، اورنګي ټاون او لانډي له ځينو تاڼو څخه ۶۰ نيول شوي افغان کډوال زموږ په مرسته خوشې شوي او د نورو اسناد لرونکو نيول شوو افغانانو د خوشې کولو په موخه د سيند حکومت له چارواکو سره زموږ خبرې روانې دي ))

سعيد زياته کړه، د سيند صوبې په يو شمېر پوهنتونونو کې هم افغان محصلين زده کړې کوي چې د حکومت په ځانګړو بورسونو د دغه ايالت پوهنتونونو کې داخل شوي ، خو په دې وروستيو کې له دغو محصلينو سره هم د لارې په اوږدو کې د سيند او پنجاب ايالتونو په پوله ((اوباړو)) د امنيتي ځواکونو له خوا ناسم چلند شوى دى.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د مېشت غالي يوه سپين ږيري رسول خان پژواک ته وويل چې پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوچ، په سيند صوبه کې افغان کمېشنر عضنفر علي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له چارواکو سره د پوليسو د دغه چلند په باب  خبرې کړي  خو تر اوسه په دې کې کمی نه دی راغلی.

هغه زياته کړه: ((همدا اوس هم د افغان کډوالو نيونه دوام لري، تېره شپه يې هم يو شمېر نيولي کډوال له کمپ څخه بهر نه شي راوتلى، موږ ته حکومت د ۲۰۱۵ کال تر اخره په پاکستان کې د اوسېدو اجازه راکړې ده، بايد د پاکستان حکومت په دې موده کې موږ ونه ځوروي.))

په کراچۍ کې د نيول شوو افغان کډوالو په اړه د کراچۍ د پوليسو وياند عتيق شيخ وايي چې نيول شوي افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

هغه زياته کړې: ((په دې کډوالو کې يو شمېر پر جرمونو هم ککړ دي، تاسو وګورئ چې په کراچۍ کې د بدامنۍ يو شمېر پېښې له افغان کمپ سره په شاوخوا سيمو کې رامنځته   کيږي  .))

عتيق شيخ زياته کړه، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او پر هېڅ ډول جرمونو ککړ نه دي، پوليسو خوشې کړي دي.

بلخوا راخوشې شوي افغان کډوال وايي چې پوليسو د پيسو په بدل کې خوشې کړي دي.

په کراچۍ کې د کډوالو د نړيوالې ادارې يو اېن اېچ سي ار د راپور له مخې، چې په دغه ښار کې ۶۴زره راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. پر دې سربېره ډېرى نا راجستر شوي افغانان هم په دغه ښار کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې مېشت دي.

په دې وروستيو د پاکستان د نورو برخو په څېر په کراچۍ کې هم د پوليسو له خوا د دغو کډوالو د نيونې او ځورونۍ لړۍ تېزه شوې ده.

د پاکستانۍ رسنيو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې په خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالتونو کې هم تر څلور زرو زيات افغان کډوال نيول شوي دي.