منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د تورخم له لارې د کډوالو راستنېدنه ډېره شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۳): د ننګرهار چارواکي وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ډېر شوی او حکومت بايد د هغوی لپاره په خپلو سيمو کې د مېشتېدو په موخه چمتووالی ونيسي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس حاجي غلام حيدر فقيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د پېښور ښار پر يوه ښوونځي تر بريد وروسته هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر ډېر شوی او هر ورځ تر ۳۰۰ کورنيو راستنېږي.

پر ياد ښوونځي چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې يوې ډله وسله والو بريد کړى و، په ترڅ کې يې د ١٤٢ زده کوونکو په ګډون ١٥٠ تنه ووژل شول او همدومره نور ژوبل  شوي وو.

تر دې پېښې وروسته پاکستاني امنيتي ځواکونو د افغان کډوالو پر ځورولو، نيولو، بندي کولو او شړلو لړۍ پيل کړې ده.

د کډوالو رييس وايي: ((تر اوسه ٥٤٠٠ کورنۍ راستنې شوې چې بې اسنادې وې، خو تر  ۵۰۰ پورې قانوني اسناد لرونکي کورنۍ هم راستنې شوې دي.))

د فقيري په وينا، د راستنو شوو ډېرې کورنۍ د ختيځو ولايتونو دي، خو يو شمېر نور يې د کابل ، لوګر ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کډوال دي.

نوموړي وويل چې د راستنېدونکو کډوالو د کورنيو هر غړي ته په تورخم کې تر راجستر کېدو وروسته ۱۹۵ ډالره ورکوي څو د اړتيا وړ توکي پرې وپېري.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ په ننګرهار کې د کډوالو لپاره د شيخ مصري او چمتلې ښارګوټي لرو، په چمتله کې ۸ زره کورنۍ او په شيخ مصري کې ۶زره کورنۍ مېشتې دي، خو د نورو کډوالو لپاره نور ځايونه نه لرو.

د بهسودو په ولسوالۍ کې مو د کډوالو لپاره ۳۰۰۰زره جريبه ځمکه د ښارګوټي لپاره ځانګړې کړې خو کارونه يې پاتې دي.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى بيا وايي چې په ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو د مېشت کېدو لپاره اوس مهال ځای نه لري او حکومت بايد د هغوی لپاره د ځاى پر ځاى کېدو په موخه چمتووالی ونيسي.

نوموړي زياته کړه: ((د کډوالو د راستنېدو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او ډېر يې هيله لري چې په ننګرهار کې پاتې شي ولې وېره دا ده چې په ننګرهار کې د نفوس شمېر ډېر دی او دوی بايد خپلو ولايتونو ته ولاړ شي.))

د عبدالزي په خبره، د ننګرهار سرپرست والي تېره اوونۍ د واليانو په ويډيويي کنفرانس کې په دې اړه خپلې اندېښنې له ولسمشر سره شريکې کړې ځو کډوالو ته په ملي کچه د مېشت کېدو تګلاره جوړه شي.

د کډوالو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ولسمشر په دغه ويډيويي کنفرانس کې اړوند ادارو ته دنده سپارلې چې په نږدې راتلونکي کې ننګرهار ته راشي او په دې اړه د شته ستونزو لپاره حل لاره پيدا کړي.

د يونس خان په نوم د يوې راستنې شوې کډوالۍ کورنۍ مشر د تورخم پر لويه لاره د پژواک له خبريال سره د مرکې پر مهال وويل چې په پاکستان کې کډوال د ځايي پوليسو له لوري ځورول کېږي او ايستلو ته يې اړ کړي دي.

ده زياته کړ: ((زه په پنجاب کې اوسېدم، په دې وروستيو کې له موږ سره د پاکستاني پوليسو چلند ښه نه وو ، شکر الحمد الله نن خپل هېواد ته راستون شوم او غواړم تر دې وروسته دلته پاتې شم.اصلا د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکی يم خو ۳۵ کاله په پاکستانې کې پاتې شوی يم نو اوس په لغمان کې ځمکې نه لرو ، هيله ده حکومت د سرپناه لپاره ځای راکړي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس غواړي چېرې مېشت شي؟ وويل: ((د ننګرهار  په کوم ډاګ کې به واړوو، خپل  هېواد مو دى، څوک خو به مو نه شړي.))

د يوې بلې کورنۍ غړي ازاد مير پژواک ته وويل چې تازه د تورخم له بندره ننګرهار ته راستون شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((۱۷ تنه د کورنۍ غړي يو، زه پنجاب د  اټک په کمالپور کې اوسېدم، هلته مې کاروبار ښه وو خو پوليسو نه پرېښودو، نو هوډ مې وکړ او هېواد ته راغلم. هيله لرم دلته د کار زمينه راته برابره شي.))

هغه يادونه وکړه چې په تورخم کې د حکومت له لوري راجستر شوى او په دې تمه دي چې په يوه ځای کې ورته سرپناه پيدا شي.

د يادونې ده، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زي له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو د ځورونې په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز اجراييه رييس ډاکټر عبدالله هم وړمه ورځ وويل چې ډېر ژر به يو پلاوى په دې اړه پاکستان ته ولېږي.