منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کډوالو نړيوال سازمان د انسانانو پر قاچاق اندېښنه وښوده

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک ٣ کب ٩٣): د افغانستان د کورنيو چارو زارت او د کډوالو چارو نړيوال سازمان د انسانانو له پېر او پلور او قاچاق څخه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ، افغان سرحدي ځواکونو ته له قاچاق څخه د مخنيوي په موخه روزنه ورکوي.

په هېواد کې شته تاوتريخوالى، بې وزلي، بې روزګاري او نورې ستونزې د دې لامل شوي، چې هر کال زرګونه کسان له افغانستان څخه د قاچاق په ډول له هېواده بهر لاړ شي، چې په ځينو حالاتو کې ترې ناوړه ګټه هم پورته کېږي او ان د ځان په بيه يې تماميږي.

سرحدي ستونزې او په کره توګه د سرحدونو نه کنټرولول هم د دې لامل شوي، چې هغوى له افغانستان څخه په اسانۍ لاړ او يا هم راشي.

د انسانانو له قاچاق څخه د مخنيوي په موخه، نن دغه درې ورځنى ورکشاپ د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) او کورنيو چارو وزارت له لوري په کابل کې تر سره شو. په دغه ورکشاپ کې سرحدي ځواکونو ته تکتيک او روزنه ورکول کېږي، څو له افغانستان څخه د انسانانو د قاچاق مخه ونيسي.

د کډوالو نړيوال سازمان مشر ريچارډ  ډانزيګر (Rechard Dansziger)، د انسانانو قاچاق يوه د اندېښنې وړ او مخ په ډېرېدو پديده وبلله او ويې ويل، چې له ٢٠٠٢ زېږيديز کال راهيسې له افغانستان څخه شاوخوا ١٣٠٠ کسان قاچاق شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، چې ډېرى يې اروپايي هېوادونو ته لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه: “په ننني ورکشاپ کې افغان سرحدي ځواکونو ته روزنه ورکوو، څو په څه ډول د انسانانو له قاچاق مخنيوى وکړي.”

دانزيګر وويل، چې دوى د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول ورکشاپونه ترسره کړي دي.

د کډوالو نړيوال سازمان مشر، د انسانانو د قاچاق يو لامل بې روزګاري او د پيسو ترلاسه کول په ګوته کړل او ويې ويل، چې د انسانانو قاچاق داسې يوه پديده نه ده، چې په يوه هېواد پورې دې تړلې وي؛ دا يوه نړيواله پديده ده چې د ټولو هېوادونو لمن يې نيولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه نوې څېړنه څرګندوي، چې اقتصادي فشار، ناامني او د روښانه راتلونکي لپاره د لرليد نه شتون، هغه اساسي انګېزې دي چې پر بنسټ يې ماشومان د افغانستان پرېښودو ته اړ کېږي او په يواځې توګه له خطر ډکو سفرونو ته مخه کوي.

دغه څېړنه، چې “ماشومان ولې په يواځې توګه سفرونو ته زړه ښه کوي؟” تر سرليک لاندې د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد (AREU) له لوري د پناه اخيستو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ په مرسته د يونيم کال په موده کې تر شوې او په کابل، ننګرهار، باميان او پکتيا ولايتونو کې له ٦٨ کسانو سره په کې مرکه شوې ده.

د دغې څېړنې له مخې، شاوخوا ٣٦٠٠ افغان ماشومان چې ډېرى يې هلکان دي، په ٢٠١٣ زېږديز کال کې په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې، چې دغه شمېره په ٢٠١٢ زېږديز کال کې ٥٧٠٠ کسانو ته رسېده؛ خو د تېر زېږديز کال شمېره د مهاجرتونو په لړۍ کې د کچې کموالى نه څرګندوي، بلکې د يادو ماشومانو ډېرى يې د پناه اخيستو غوښتنه نه کوي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، له بده مرغه افغانستان يو ټرانزيټي هېواد دى چې د انسانانو قاچاق په کې شته او په تېرو کلونو کې يې يو شمېر قاچاق وړونکي نيول شوي او هڅه کوي، چې د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د انسانانو د قاچاق مخنيوى وکړي.

د دغه وزارت وياند صديق صديقي وويل: “د انسانانو قاچاق يو لوى جرم دى او افغانان له قاچاق وړونکو سره له ډېر ناوړه چلند سره مخامخ کېږي او ان په ډېرو مواردو کې خپل ځانونه هم له لاسه ورکوي او په کښتيو کې د سفر پر مهال په بحرونو کې ډوبيږي او له لسګونو نورو ستونزو سره هم مخامخ کېږي.”

هغه زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې ټول هېوادونه هڅه کوي، چې د انسانانو له قاچاق سره کلکه مبارزه وکړي او افغانستان هم ژمن دى، چې له دې پديدې سره مبارزه وکړي.

د صديقي په وينا، هر کال ډېر شمېر د انسانانو قاچاق کوونکي نيول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي او تېر کال هم په افغانستان کې د يو شمېر بهرنيانو په ګډون د قاچاق وړونکو څلور ډلې نيول شوې دي.

هغه وويل: “دغه لويه ستونزه ده او له بشر حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي.”