تالقان (پژواک، ٥ کب ٩٣): د تخار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په پام کې ده سږ کال سلګونه زره نيالګي تاجکستان ته صادر شي.
د دې ادارې رییس انجنیر محمدسالم ساعي وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په تالقانو ښار کې د مېوه لرونکو او زينتي نيالګيو يو نندارتون پرانيستل شي چې د ګاونډي هېواد تاجکستان چارواکي به هم ترې ليدنه وکړي.
ساعي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نندارتون دواړه هېوادونه په ګډه جوړوي چې په لړ کې به يې تاجکستان ته د افغانستان د نيالکيو د صادرولو تړون هم لاسليک شي.
نوموړي زياته کړه: “دغه ډول نندارتونونه هر کال پرانيستل کېږي چې پر تخار سربېره د نورو ولایتونو په لسګونو بڼوالان، دولتي چارواکي او خلک په کې ګډون کوي، خو سږ کال مو له ګاونډي هېواد تاجکستان سره هم خبرې کړې دي، چې ګډون په کې وکړي، هغوی زموږ نیالګيو ته اړتیا لري، موږ هم په معيار برابر نیالګي تولیدوو.”
د تخار د کرنې رييس وايي چې پخوا به هم له تخار څخه نيالګي تاجکستان ته وړل کېدل خو تر دې وروسته به د رسمي تړون له مخې په لويه پيمانه او مناسبه بيه صادر شي.
د تخار د کرنې رياست وايي چې د نيالګيو کرل په دغه ولايت کې عام شوى او عصري قوريې ورته جوړې شوې دي چې هر کال يو شمېر نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.
په همدې مهال د کرنې ادارې د ترویج مدیر عبدالاعلى رادمراد پژواک خبري اژانس ته وايي د نیالګیو په صادراتو کې د هرې سیمې اوبه او هوا په پام کې نیول کېږي چې نیالګی په مناسب وخت وده وکړي او مېوې ته ورسېږي.
ده زياته کړه: “د اوبو او هوا شرایط په پام کې نیول هم اړین دي؛ ځکه هغه نیالګي چې په ګرمو سیمو کې وده کوي په سړو سیمو کې وده نه کوي، او برعکس. نو موږ دې مسئلې ته پوره پام کوو، موږ هغه نیالګي هم روزلي چې تاجکستان یې غوښتنه کوي او په شرایطو یې برابر دي.”
رادمراد وايي مڼې، ناک، شفتالو، زردالو، بادام، انګور، الو او املوک د تاجکستان هېواد اقلیم په شرایطو برابر نیالګي دي چې دوی یې سږ کال د کر قوريې زياتې کړې دي.
نوموړی وايي تر دې دمه د نیالګیو د بیې او د صادرېدو پر شرایطو خبرې نه دې شوې؛ خو زیاتوي چې بهر ته د نیالګیو په صادرولو سره، د دغه ولایت قوریه لرونکو د اقتصادي ودې لامل ګرځي.
هغه وايي له تخاره هر کال بدخشان، کندوز، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب او بلخ ولایتونو ته په ميلیونونو مېوه لرونکي او زینتي نیالګي لېږدول کېږي.
په همدې مهال بیا د تخار د بزغلي لرونکو د ټولنې مشر محمد رضا وايي چې سږ کال یې ٢٠٠ زره نیالګي بازار ته چمتو کړي چې هر نیالګی ۱۰۰ تر ٢٠٠ افغانۍ پلوري.
نوموړی وايي چې سږ کال د تاجکستان سوداګر یواځې له ده څخه د املوکو او ګیلاسو ۱۲ زره نیالګي اخیستي دي او هغه هېواد ته یې وړي دي.
محمد رضا زياته کړه: “هر کال د تاجستان سوداګر راځي او له تخار څخه په سلګونو زره نیالګي وړي، بیه یې څه تفاوت نه لري، موږ په اصلي بیه ورباندې پلورو، دا چې زموږ نیالګي و پلورل شي موږ ته ګټه ده، هغه که تاجکستان ته ځي که بل ځي ته، خو زموږ اقتصاد ور سره وده کوي. دولت باید په دې برخه کې هڅه وکړي.”
هغه وايي په دوو کلونو کې په یوه نیالګي ۵۰ افغانۍ مصرف راځي چې بیا هر یو له ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ ګټه کوي چې ګټه یې تر غلو دانو څو برابره ډېره ده.
په تالقانو کې یو قوريه لرونکی فخرالدین وايي که څه هم د کال په تېرېدو سره د نیالګیو کاروبار وده کوي او مینه وال ورته زیاتېږي؛ خو که تاجکستان او یا هم نورو هېوادونو ته هم صادر شي، دا به د دغه ولایت د قوريه لرونکو کسانو په اقتصادي وده کې خورا اغېز وکړي.
فخرالدين زياته کړه: “موږ ته دغه قوریې د اغاخان موسسې جوړې کړي، پر دې موسسې سربېره، اکټېډ، مېشن ایسټ، کنسرن او شلټر فار لایف هم په دې برخه کې له بڼوالانو سره مرستې کوي، موږ یې د نیالګیو د روزلو په برخه کې روزلي هم یو، په تخار کې ټول تولید شوي نیالګي له لوړ کیفیت څخه برخمن دي؛ ځکه ټول د موسسې د انجنیرانو تر څارنې لاندې روزل شوي.”
د تخار د کرنې اداره وايي اوس مهال په دغه ولایت کې د نیالګیو د روزنې په سلګونو قوريې جوړې شوي چې له دې ډلې څخه یواځې ۳۰ یې کرنې وزارت سره ثبت شوې، جواز ورکړل شوی او پاتې پر خپل سر فعالیت کوي چې د کرنې وزارت له لوري یې د کار تضمین نه شي کېدای.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، هغه قوريې چې د کرنې وزارت له لوري جواز لري، سټنډرډ نیالګي وړاندې کوي چې له اقليمي شرایطو سره برابر دي، ژر وده کوي او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت زیات دی.