منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان له پاکستان سره د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل ( پژواک، ١٨ کب ٩٣ ) : د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير په مشرۍ يو لوړپوړى افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى او نن به له پاکستانيو چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د کډوالو چارو وزير سيد عالمي بلخي چې د پلاوي مشري کوي، پرون اسلام اباد ته رسېدلى  ، په دې پلاوي کې د ولسي جرګې ځينې وکيلان هم شامل دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرچينې وايي چې پرون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو افغان کډوالو لسګونو استازو د افغانستان د کډوالو له وزير سره غونډه لرله او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې د کډوالو چارو وزير عالمي بلخي او ورسره راغلي پلاوي د کب په ١٨مه، په اسلام اباد کې د پاکستان د کډوالو چارو وزارت له چارواکو او په  اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ له مسوولينو سره خبرې وکړي.

د يادونې ده چې نږدې درې مياشتې مخکې په پېښور کې پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته چې په ترڅ کې يې ١٥٠ زده کوونکي ووژل شول، د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو او نيولو لړۍ پيل شوې ده.

په دې ترڅ کې تر اوسه تر پنځو زرو زيات افغان کډوال  نيول شوي او سلګونه کورنۍ په زور ه افغانستان ته لېږدول شوې دي.

پاکستان وايي چې دوى د هغو افغان کډوالو پر ضد عمليات پيل کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په پېښور کې مېشت يو تن افغان عزيز الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليس دې ته نه ګوري چې څوک اسناد لري او څوک يې نه لري.

هغه زياته کړه، چې څو ورځې مخکې پوليسو په پېښور کې څلور تنه افغان ديپلوماټان هم نيولي وو، چې هغوى اسناد هم درلودل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان ديپلوماټانو د نيولو په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى و.