کابل ( پژواک، ۱۸ کب ۹۳ ) : افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په قانوني توګه د اوسیدنې لپاره د یوې طرحې پر جوړولو او د کډوالو دستونزو د هوارولو لپاره د یوه ګډې کمیټې پر رامنځته کولو هوکړه وکړه.
د افغان کډوالو دستونزو د هوارولو په موخه د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عالمي بلخي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پرون اسلام اباد ته تللی و، په دې پلاوي کې د ملي شورا یو شمیر غړي هم شامل دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا د کب په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان پلاوی له سفیر جانان موسی زي او نورو دیپلوماتانو سره یو ځای نن د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت ته سفر وکړ.
سرچینې زیاته کړې، چې دافغانستان پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزیر جنرال عبدالقادر بلوچ، د خيبر پښتونخوا ایالت ګورنر مهتاب احمد خان عباسي، وزیر اعلی پرویز خټک او د خیبر پښتونخوا ایالت نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
د افغانستان سفارت وایي چې په دې غونډه کې له پاکستانیو چارواکو سره په دې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو پر ستونزو په تفصیل سره خبرې وشوې او په دې برخه کې یو شمیر تصمیمونه ونیول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو په پاکستان کې دراجستر شویو او غیر راجستر افغان کډوالو د قانوني اوسیدنې لپاره دیوه پراخه طرحې پر جوړولو هوکړه وشوه.
دغه راز دواړو لوریو دیوه داسې کمیټې پر جوړولو هم پریکړه وکړه، چې دافغانستان دسفارت او د خیبر پښتونخوا ایالت د حکومت استازي به یې غړیتوب لري او دافغان کډوالو د ستونزو د هوارولو هڅه به کوي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې تر دې لیدنې وروسته دافغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي او ورسره راغلي پلاوي په پيښور کې دافغانستان له جنرال کونسلګرۍ څخه لیدنه وکړه .
د يادونې ده چې نږدې درې مياشتې مخکې په پېښور کې پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته چې په ترڅ کې يې ١٥٠ زده کوونکي ووژل شول، د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو او نيولو لړۍ پيل شوې ده.
په دې ترڅ کې تر اوسه تر پنځو زرو زيات افغان کډوال نيول شوي او سلګونه کورنۍ په زور ه افغانستان ته لېږدول شوې دي.
پاکستان وايي چې دوى د هغو افغان کډوالو پر ضد عمليات پيل کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.










