کابل ( پژواک، ١٩ کب ٩٣ ) : ټاکل شوې ده، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه سبا د چهارشنبې په ورځ ( د کب په ٢٠مه) په اسلام اباد کې جوړېږي.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې به د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير جنرال عبدالقادر بلوچ ، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ استازي ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې درې اړخيزه غونډې په پاى کې به ديوې خبري غونډې له لارې د يادې غونډې پايلې رسنيو ته اعلان شي.
دا درې اړخيزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو او نيولو لړۍ زور اخيستى دى.
پاکستان وروسته له هغه د افغان کډوالو پر ضد عمليات پيل کړي چې نږدې درې مياشتې مخکې په پېښور کې پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته چې په ترڅ کې يې ١٥٠ زده کوونکي ووژل شول.
په دې ترڅ کې تر اوسه تر پنځو زرو زيات افغان کډوال نيول شوي ، ٥٤ زره شړل شوي او سلګونه کورنۍ په زور ه افغانستان ته لېږدول شوې دي.
پاکستان وايي چې دوى د هغو افغان کډوالو پر ضد عمليات پيل کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د افغان کډوالو دستونزو د هوارولو په موخه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی له يادې درې اړخيزې غونډې درې ورځې مخکې اسلام اباد ته تللی ، څو له پاکستانيو چارواکو سره خبرې وکړي.
افغان پلاوي او په اسلام اباد کې دافغانستان سفير پرون د خيبر پښتونخوا ايالت په پلازمېنه پېښور ښار کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کې د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير جنرال عبدالقادر بلوچ، د خيبر پښتونخوا ايالت والي مهتاب احمد خان عباسي، وزير اعلی پروېز خټک او د ددغه ايالت نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې دواړو لوريو په پاکستان کې د راجستر شويو او غير راجستر افغان کډوالو د قانوني اوسېدو لپاره د يوې پراخه طرحې پر جوړولو هوکړه وشوه.
دغه راز دواړو لوريو د يوې داسې کمېټې پر جوړولو هم پرېکړه وکړه، چې دافغانستان دسفارت او د خيبر پښتونخوا ايالت د حکومت استازي به يې غړيتوب لري او د کډوالو د ستونزو د هوارولو هڅه به کوي.










