منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان کې د غيرقانوني مېشتو افغانانو نوم ليکنه ژر پيلېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ کب ٩٣): پاکستان، افغان کډوال په زور سره نه شړي او ډېر ژر به په دغه هېواد کې پاتې ١،٥ ميليون افغانانو ته هم د اوسېدو لپاره قانوني پېژندپاڼې ورکړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه پرېکړه د افغانستان، پاکستان او کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په درې اړخيزه ناسته کې په اسلام اباد کې تر سره شوې ده.

دغه درې اړخيزه ناسته، په داسې حال کې تر سره شوې، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د غيرقانوني مېشتو افغانانو ځورونه او د هغوى نيول ډېر شوي و.

پاکستان کې اوسمهال ١،٦ ميليون قانوني افغان کډوال ژوند کوي او له دې پرته ١،٥ ميليون نور بيا له کوم قانوني سند پرته مېشت دي.

بلخي، چې په ياده درې اړخيزه ناسته کې يې ګډون درلود، وويل چې په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د راتلونکې يوې مياشتې په ترڅ کې پاتې ١،٥ ميليون مېشت افغان کډوال هم په قانوني ډول ثبت شي او له دغه هېواد څخه به په جبري ډول نه شړل کېږي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې په دغې ناسته کې همدارنګه وپتېيل شوه، چې په ياد هېواد کې د ١،٦ ميليون مېشتو افغان قانوني کډوالو د کډوالۍ پېژندپاڼو موده هم وغځول شي.

خو نوموړي په ډاګه نه کړه، چې د يادو کارتونو موده به د څومره وخت لپاره وغځول شي.

نوموړي زياته کړه: “په ياده ناسته کې هوکړه وشوه، چې د قانوني سندونو نه درلودونکي مېشت افغانان به له افغان دولت سره په جامع معلوماتي بانک کې د هويت د تثبيت په موخه شريک شي او له هغه وروسته به د سفر اړين سندونه د دواړو هېوادونو ترمنځ په هوکړه شوي زماني چوکاټ کې د افغان دولت له لوري ورته ووېشل شي.”

بلخي وويل، چې پاکستان ته يې د خپل سفر په ترڅ د دغه هېواد له لومړي وزير نواز شريف، د پاکستان د سرحدونو او قبايلو چارو له وزير عبدالقادر بلوچ او يو شمېر نورو چارواکو سره وکتل او له هغوى يې وغوښتل، چې افغانستان ته دې د افغان کډوالو راستنېدنه په خپله خوښه تر سره شي.

د هغه په وينا، درې واړو لوريو هوکړه کړې، چې د يوه کال لپاره به هر راستون شوي افغان کډوال ته ٢٠٠ امريکايي ډالر  او هرې کورنۍ ته چې ٦ غړي ولري، ١٢٠٠ امريکايي ډالر چې له دې وړاندې هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري د خپلې خوښې راستنو شويو افغان کډوالو ته د يوه پروګرام په چوکاټ کې ورکول کېدې، له هغو يوه اندازه نوره مالي مرسته هم ور زياته کړي او راستنو شويو افغان کډوالو سره به مرسته کوي.