کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٣): د بهرنيو چارو سرپرست وايي، ترڅو چې د افغان کډوالو ستونزې حل نه شي، په هېواد کې سوله ناشونې ده، ځکه کډوال همېشه پر افغان حکومت باندې د فشار د يوې وسيلې په توګه کارول شوي دي.
د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست او مالي او اداري معين عتيق الله عاطف مل چې نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و، وويل چې اوسمهال د نړۍ په څه باندې ٥٢ هېوادونو کې شا وخوا اوه نيم ميليون افغان کډوال ژوند کوي.
د راپورونو له مخې، د يادو کډوالو له ډلې يې له درېيو ميليونو څخه زيات په پاکستان، يونيم ميليون په ايران او پاتې نور د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.
عاطف مل که څه هم وويل، چې د کډوالو ستونزې ته د پاى ټکي کېښودو لپاره يوې پياوړې ارادې ته اړتيا ده، خو له ټولو اړونده ادارو څخه يې وغوښتل چې هېواد ته د افغان کډوالو په عزت سره د راستنولو لپاره ګام پورته کړي.
د هغه په وينا، که چېرې په هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د ژوندانه اسانتياوې برابرې شي نو په ايران او پاکستان هېوادونو کې به هيڅ افغان پاتې نه شي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وويل: ” ترڅو پورې چې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه نه شي، نو د سولې ټينګښت ستونزمن دي، ځکه کډوال همېشه پر افغان حکومت باندې د فشار د يوې وسيلې په توګه کارول شوي دي.”
د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي هم مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوى و.
هغه هم وويل، چې هېواد ته په عزت سره د افغان کډوالو د راستنولو لپاره په هېواد کې هغوى ته د کار او روزګار او اوسېدو زمينه مساعد شي، له هغه پرته به د دوى راګرځېدل د يوې لنډې مودې لپاره وي.
د بلخي د معلوماتو له مخې، د مهاجرينو چارو وزارت اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د راستنو شويو کډوالو لپاره ٢٢ ښارګوټي لري.
خو هغه زياته کړه، چې د دغو ښارګوټو له جملې يې چې هر يو يې له ١٢٠٠ نومرو څخه تر ٣٠٠٠ نومرو پورې ځمکه لري، زېربناوې نه شته.
هغه وويل، له همدې امله ده چې څوک په دغو ښارګوټو کې د ژوند کولو لپاره نه حاضريږي.
د بلخي په وينا، په پام کې لري چې د کډوالو ستونزو د حل کمېسيون چې سکتوري وزارتونه يې غړيتوب ولري او ولسمشر به يې مشري کوي، رامنځته شي، څو له مخې يې د هرې ادارې مکلفيتونه ځانګړي شي.
نوموړي وويل، چې تېره اوونۍ د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ په درې اړخيزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې پاکستان به په زور افغان کډوال نه راشړي او په دغه هېواد کې به د ١،٥ ميليون مېشتو غيرقانوني کډوالو د نوم ليکنې پروسه پيلوي.
په پاکستان کې ١،٦ ميليون ثبت شوي افغان کډوال او له دې پرته ١،٥ ميليون کډوال چې کوم قانوني سندونه هم نه لري، ژوند کوي.
بلخي چې په ياده درې اړخيزه ناسته کې ګډون درلود، وويل چې په دغه درې اړخيزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ياد هېواد کې د ١،٦ ميليون کارت لرونکو افغان کډوالو کارتونه به د يوې بلې مودې لپاره هم وغځول شي.
د مشرانو جرګې غړي نادر بلوچ د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزې په بنسټيز ډول حل کړي او هغوى ته هېواد ته د راتلو لپاره د راستنېدو زمينه برابره کړي.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د سولې د خبرو اترو د هڅو په اړه هم خبرې وشوې.
بلوچ، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه له هڅو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: ” د سولې پروسه د نړيوالې ترهګرۍ مرکز (ISI) له لوري رهبري کېږي، داسې نه چې يو ځل بيا د توطيې ښکار شو.”
د يادې جرګې بلې غړې ګلالۍ نور اکبري وويل: ” موږ داسې سوله نه غواړو چې د پردې تر شا په کې د مجاهدينو او ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.”
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار چې نن يې د يادې جرګې مشري پر غاړه درلوده، سوله د خلکو اړتيا وبلله او زياته يې کړه: ” موږ داسې يوه سوله غواړو چې ښکاره وي او خبرې يې له خلکو سره شريکې شي.”
هغه وويل: ” که چېرې دغه لړۍ په بشپړ ډول له خلکو سره شريکه نه شي، اجرايي ضمانت به ونه لري.”
ولسمشر محمداشرف غني، په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره چين او پاکستان هېوادونو ته هم سفرونه کړي.
ولسمشر غني پرون سعودي عربستان ته تللى او ويل کېږي چې دا سفر هم له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو په برخه کې د عربستان د همکارۍ د راجلبولو په موخه تر سره شوى دى.
داسې راپورونه هم شتون لري چې په قطر کې د طالبانو دفتر پلاو چين او اسلام اباد ته سفرونه کړي، خو طالبانو بيا دا ډول راپورونه رد کړي دي.









