منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار ته راستنېدونکي کډوال له پاکستاني پوليسو شکايت کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): له هغه وروسته چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له فشار سره مخ شوي، له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د دغه هېواد له بلوچستان ايالت څخه ٢٥٠ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

که څه هم په کندهار کې د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي چې دغه کډوال له زور او فشار پرته په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي، خو کډوال وايي چې په دې وروستيو کې يې ژوند د پاکستان د امنيتي ادارو د فشار له امله له ستونزو سره مخ و؛ نو ځکه خپل هېواد ته په راتلو مجبور شول.

د کډوالو چارو رييس محمدعظيم نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغان کډوال د هغه هېواد د امنيتي ادارو له فشار سره مخ شوي چې په دې لړ کې له پښتونخوا ايالت څخه ډېرى کډوال په زور خپل هېواد ته استول شوي خو په بلوچستان ايالت کې تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه، د روان ٢٠١٥ زېږديز کال په تېرو دوه نيمو مياشتو کې د پاکستان له بلوچستان ايالت څخه د افغان کډوالو شاوخوا ٢٥٠ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې، خو دغه کورنۍ له زور او فشار پرته په خپله خوښه راغلې دي.

خو هغه ومنله چې د دغو کورنيو له منځه به ډېرې کورنۍ داسې وي، چې په هغه هېواد کې د بېلابېلو ستونزو او د ژوند د نامساعدو شرايطو له امله اړې شوې چې خپل هېواد ته راستنې شي.

د ده د معلوماتو له مخې، د پښتونخوا ايالت په څېر په بلوچستان ايالت کې هم مېشت افغان کډوال تر فشار لاندې دي، خو دلته امنيتي ادارو په ښارونو کې مېشت کډوال کمپونو ته لېږدولي دي.

هغه وويل، که د دغه هېواد د امنيتي ادارو فشار او ځورونې دوام وکړي، نو ډېر کډوال به خپل هېواد ته په راتلو مجبور شي.

خو د پاکستان له بلوچستان ايالت څخه کندهار ته وروستي راستانه شوي کډوال وايي چې د هغه هېواد د امنيتي ادارو له ناوړه چلند او فشار له امله مجبور شول چې نور خپل هېواد ته راستانه شي.

د عبدالنافع په نوم يو کډوال چې لس ورځې وړاندې له خپلې اووه کسيزې کورنۍ سره يو ځاى له کويټې څخه کندهار ته راغلى، وايي په دې وروستيو کې په کويټه او د بلوچستان ايالت په نورو سيمو کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند تريخ شوى او په يوه او بله بهانه د پوليسو له خوا ځورول کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو په دې وروستيو کې د استوګنې پر سيمو چاپې وهل شروع کړي او له خلکو د شناختي کارډونو پوښتنه کوي، کوم څوک چې شناختي کارډ و نه لري، نو د کډوال په نوم يې نه يواځې دا چې بندي کوي، بلکې پيسې هم ورڅخه اخلي.

د ده په وينا، دغه حالت هغه نور تنګ کړ او مجبور شو چې هلته ژوند کول پرېږدي او خپل هېواد ته راشي، په داسې حال کې چې دغلته نه د سرپناه ځاى لري او نه هم کار او روزګار شته.

د عبدالمجيد په نوم يو بل راغلي کډوال هم پژواک اژانس ته وويل چې په کوېټه کې يې ژوند له ستونزو سره مخ و؛ نو ځکه يې هوډ وکړ چې خپل هېواد ته راشي.

د ده په وينا، کندهار ته له راتلو يې يوه مياشت تېرېږي، خو لا هم د خپلو دوستانو په کور کې استوګن دى؛ ځکه د کور د کرايه کولو توان نه لري او نه يې هم تر دې مهاله کار او روزګار معلوم دى.

دى وايي، کندهار ته د راتلو پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې ورسره يواځې د ترانسپورټېشن مرسته کړې، خو نور يې هيچا هم له حاله ځان نه دى خبر کړى.

عبدالمجيد نيوکه وکړه چې حکومت په تېرو ديارلسو کلونو کې و نه توانېد چې د را ستنېدونکو کډوالو لپاره يو ښارګوټى جوړ کړي، په داسې حال کې چې ډېرې کډوالۍ کورنۍ خپل هېواد ته د بېرته را ستنېدو هيله لري، خو ناامني، بېکاري او نورې ستونزې يې مخه نيسي.

د کډوالو رييس محمدعظيم نوابي هم وايي چې د کډوالو چارو رياست دا توان نه لري چې له مخکنيو او يا هم له اوسنيو را ستنو شويو کډوالو سره مرستې وکړي.

دى وايي له را ستنېدونکو کډوالو سره اوسمهال يواځې د کډوالو نړيوال سازمان  UNHCR مالي مرسته کوي او د کورنۍ د هر غړي پر سر ٢٠٠ امريکايي ډالر ورکوي، چې د کندهار- سپين بولدک لويې لارې ته څېرمه په دامان کې دفتر پرانيستى دى.

هغه زياته کړه کلونه وړاندې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ١٢ جريبه ځمکه بېله شوې، خو د کډوالو چارو وزارت تر اوسه کډوالو ته د نومرو د وېش چارې نه دې پيل کړې.

خو نوموړي د کډوالو د چارو له نوي ټاکل شوي وزير څخه غوښتنه کړې چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې کار وکړي او په کندهار کې دې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پيل کړي.

د يادونې ده، په تېر ٢٠١٤ زېږديز کال کې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې وې چې د تېر په پرتله يې شمېر کم و؛ ځکه په تېرو کلونو کې هر کال زرګونه کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پرون په کابل کې په يوه خبري ناسته ويلي  چې پاکستان، افغان کډوال په زور نه راشړي او ډېر ژر به په دغه هېواد کې پاتې ١،٥ ميليونه افغانانو ته هم د اوسېدو لپاره قانوني پېژندپاڼې ورکړي.

د عالمي بلخي په وينا، دغه پرېکړه د افغانستان، پاکستان او کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په درې اړخيزه ناسته کې په اسلام اباد کې ترسره شوې ده.

دغه درې اړخيزه ناسته په داسې حال کې ترسره شوې، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د غيرقانوني مېشتو افغانانو ځورونه او د هغوى نيول ډېر شوي وو.

په پاکستان کې اوسمهال ١،٦ ميليونه قانوني افغان کډوال ژوند کوي او له دې پرته ١،٥ ميليونه نور بيا له کوم قانوني سند پرته مېشت دي.