منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۰ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

ګرديوال: د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې سړې خونې جوړوو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ ورى ٩٤): د ننګرهار د والي مرستيال وايي چې په دغه ولايت کې د کرنې د ودې لپاره شنې او سړې خونې جوړوي.

د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال دا څرګندونې د وري په ۴مه په ننګرهار  ولايت کې د بزګر د ورځې نمانځغونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه چې اوس د بهسودو، سره رود او ښېوې په ولسواليو کې شاوخوا سل سړې خونې شته، خو په پام کې ده چې د کرنې د ودې لپاره په ټولو ولسواليو کې شنې او سړې خونې جوړې کړي.

دى وايي: ((پخوا به موږ ته له پاکستانه سبزي راتله، خو د خوشحالۍ ځای دی چې اوس موږ د سړو خونو د شتون له امله په هر موسم کې خپل سبزيجات استعمالوو.))

ده وويل، په پام کې ده چې سږ کال د پنځه سوه ټنه خوراکي او کرنيزو توکو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړه کړي چې له امله به يې، بزګرو ته ډېره ګټه ورسېږي.

د ننګرهار د کرنې رييس انجنير حميدالله نذير په ياده غونډه کې وويل چې تېر کال  په ننګرهار ولايت کې دکرنې د حاصلاتو کچه زياته وه.

نذير زياته کړه: ((تېر کال کابو ۲۲۵ زره مټريک ټنه غنم حاصل شوي، چې د نورو کلونو په پرتله په هر جريب کې لس منه زياتوالی ښي، همدا شان کابو ۲سوه زره مټريک ټنه شولې او نږدې سل زره مټريک ټنه د جوارو حاصل لرو.))

نوموړي وويل: ((تېر کال د ننګرهار ولايت بزګرو له خپلو ځمکو څخه ۲۸۷ زره مټريک ټنه سبزيجات ترلاسه کړي دي.))

د هغه په وينا، په روان کال کې يې کرنې وزارت ته د پروژو ۱۰۷ پروپوزلونه وړاندې کړي، که بوديجه يې منظور شي؛ نو د کرنې په برخه کې به ډېر کار وشي.

د يو بل خبر له مخې نن د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې د بزګر د ورځې د نمانځنې په موخه د ننګرهار د کرنيزو او خوراکي توکو نندارتون پرانيستل شو.

د ننګرهار د کرنې رييس د دغه نندارتون د پرانيستې مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نندارتون کې شاخوا څلوېښت غرفې شته چې خوراکي او کرنيز توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي.

هغه زياته کړه: ((د دغه نندارتون هدف دا دی چې بزګر وهڅوو، ملاتړ يې وکړو او د کرنيزو توليداتو لپاره يې بازار پيدا کړو.))

د بهسودو ولسوالۍ د کوپراتيف مشر حاجي زمري احمدزي پژواک ته وويل، په دغه نندارتون کې د ننګرهار د بېلابېلو توليدي او صنعتي فابريکو توليدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې بزګر د نورو ستونزو تر څنګ د توکو د پلور لپاره د مارکېټ د نه پيدا کېدو ستونزه لري او حکومت بايد په دې برخه کې پراخې هلې ځلې وکړي.

نوموړي دا يادونه هم وکړه چې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې بايد د کرنيزو توکو د ساتنې او ودې لپاره سړې خونې جوړې شي او د کورنيو څارويو د درملنې لپاره دې کلينيکونه جوړ شي.

د ننګرهار کانال د مغازې مسوول حاجي امين الحق وويل چې په دغه نندارتون کې يې د کانال فابريکې د زيتونو، اچارو او زيتونو تېلو توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ د بهرنيو هېوادونو له توکو سره په رقابت کې اول يو، تر دې چې د بازار تقاضا ته هم په سمه توګه رسيده ګي نه شو کولی، د څلور دېرشو ولايتونو په ګډون بهرنيو هېوادونو ته هم خپل حاصلات لېږو.))

د کرنيزو او خوراکي توکو دغه نندارتون چې د درېيو ورځو لپاره به پرانيستی وي، ګڼ شمېر جلال اباد ښاريان يې نندارې ته راځي او دغه توکي پېري.