منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نرخ کې پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۳ کتنې

ميدان وردګ (پژواک ١٩ ورى ٩٤): د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ځوانانو ټولنې له خوا پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه.

د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مشاعره، چې د نرخ ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، په کې له چارواکو سربېره ګڼ شمېر ځوانانو او مخورو برخه اخيستې وه.

ده زياته کړه، په دې مشاعره کې د نرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي وويل، چې له کلونو وروسته نرخ د پسرلنۍ مشاعرې کوربه شو.

ولسوال وايي، شاعران کولاى شي، د شعر په ژبه د اصلاح په موخه د انتقاد او ستاينې ترڅنګ د جګړو غندنه، د سولې غوښتنه او نور مهم موضوعات ياد کړي.

وروسته د لسګونو شاعرانو له لوري د سولې، امن او يووالي د ارزښت او نورو بېلابېلو موضوعاتو اړوند، خپل ليکلي شعرونه ګډونوالو ته واورول.

د مشاعرې په پاى کې د ولسوالۍ مقام له لوري، يو شمېر شاعرانو ته برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.

بايد ووشي، چې څو ورځې وړاندې د دې ولايت په چک ولسوالۍ کې هم، له کلونو ځنډ وروسته د لسګونو کسانو په ګډون مشاعره ترسره شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور