کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): په کابل کې د "پل فکري کړۍ" او د "ميډيوټيک افغانستان" فرهنګي بنسټونو له خوا د کابل پوهنتون د استاد، کره کتونکي او ليکوال پوهنمل اجمل ښکلي نمانځغونډه په کابل کې جوړه شوه.
اجمل ښکلي د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو په پوهنځي کې د تدريس تر څنګ تر دې دمه ګڼ څېړنيز اثار، ژباړې او درسي لکچرونه چمتو کړي او د ځينو کره کتونکو په اند چې د پښتو معاصري ادب تيوري په برخه کې يې پر ځاى او نوښتيزې هڅې کړې دي.
په غونډه کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د ګڼو استادانو او لسګونه ښځينه او نارينه محصلينو تر څنګ د اجمل ښـکلي د اثارو مينه والو، کره کتونکو او ليکوالو ګډون کړى و او د نوموړي پر کړو هڅو او ادبي فعاليتونو يې ويناوې او بېلابېلې مقالې واورولې.
د پل فکري کړۍ يوه غړي اجمل تورمان په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل چې پل فکري کړۍ د ادب او ټولنيزو فعاليتونو په لړۍ کې دا ځل وپتېيله چې د پښتو ادب يو ځوان، فعال، خو هېر شوى استاد ونمانځي او د هغه خپرو کړو څېړنو او تخليقي اثارو يادونه او ستاينه وکړي.
د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو پوهنځي استاد بريالي باجوړي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې اجمل ښکلى په خپله ژبه کې د کره کتنې او پنځونې د صلاحيت تر څنګ په ژباړه کې هم لوى لاس لري او خپلو زده کوونکو ته يې په ليکنو او لکچرونو کې ډېر څه ورکړي دي.
باجوړي زياته کړه: ((استاد ښکلى د ادب په تيوري کې يو لړ داسې ځانګړي غير کليشه يي موضوعات مطرح کړي چې ممکن نور څېړونکي او استادان ورته پاملرنه ونه لري، خو دى هڅه کوي چې هېر شوي موضوعات د خپلو معلوماتو او بهرنيو ژبو او ادبياتو څخه د ترلاسه کړو مطالعاتو پر بنسټ وړاندې کړي.))
د کابل پوهنتون بل استاد لال پاچا ازمون د اجمل ښکلي د څېړنې او تخليقي اثارو ژبه وستايله او ويې ويل چې نوموړى په خپلو ليکنو کې تل هڅه کوي چې روښانه او جوت مفهوم او پيغام وړاندې کړي او د نثر په روانۍ کې يې له لوستونکي لاره ورکه نه شي.
هغه زياته کړه: ((موږ ځيني داسې ليکوالان لرو چې په نثر کې د جملو د بندښت او ګډوډۍ تر څنګ مبتدا او خبر ته پاملرنه نه کوي، د يوه او بل پر ځاى يې راوړي او يا هم په جمله کې ورک وي او وروسته چې پيدا شي، نو هغه هم له مبتدا سره مطابقت نه لري، خو د ښکلي په نثر کې دا ستونزه نه شته.))
د اجمل ښکلي اکثره ليکنې د پښتو ادبياتو د تدريسي موضوعاتو د اړتيا له مخې ليکل شوې چې ډېره برخه يې په ادب تيوري را څرخېږي او د محصلينو لپاره هم زړه را ښکونکي وي چې غوره بېلګه يې د هغه خپور شوى اثر"څو انتخابه" بللى شو.
ادب تيوري د ادب پوهنې له دريو بنسټيزو څانګو(ادب تاريخ، ادبي کره کتنه او ادب توري) څخه يوه ده چې ادبياتو په بېلابېلو برخو او موضوعاتو کې نظريات وړاندې کوي چې د ادب پوهانو په وينا اوسمهال ورته ادب پوهانو زيات پام اړولى او ډېر کلاسيک يا زاړه مفاهيم او اصول يې په کې مات کړي دي.
کره کتونکي او ليکوال استاد نجيب منلي په خبرو کې وويل چې اجمل ښکلي په معاصره ژبپوهنه کې ښکلې او نوې ليکنې کړې او هغه يې له ژبپوهنې سره يو بلد ليکوال وباله.
استاد منلي هم وويل چې نوموړي د ادب تيوري د نوو موضوعاتو ليکلو ته پام اړولى، خو په هغه يې نيوکه وکړه چې ډېر ځله هڅه کوي چې يواځې خپل معلومات وړاندې کړي.
هغه زياته کړه: ((ښکلى په ډېر څه پوهېږي، ښه مطالعه لري، خو دى موږ ته هغه څه نه راکوي چې ده زده کړي، بلکه هغه معلومات راکوي چې له ده سره شته.))
په غونډه کې ګڼو ګدونوالو د هغه د ليکنو، ژباړو او شاعرۍ په بېلابېلو اړخونو مقالې واورولې او د پوهنتون يو شمېر محصلينو په خپلو څرګندونو کې وويل چې د استاد ښکلي په تدريسي ژبې او درسونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.
د غونډې يو شمېر ګډونوالو نيوکه کوله چې ويناوالو او مقاله وړاندې کوونکو په خپلو څرګندونو کې د اجمل ښکلي د څېړنيزو او تخليقي اثارو او شاعرۍ منفي اړخونو ته پاملرنه نه وه کړې او بايد دواړه اړخونه يې را سپړلي واى.
پل فکري کړۍ او ميډيوټيک افغانستان له تېرو څو مياشتو راهيسې د ځوانو بېلابېلو هېرو استعدادونو د نمانځنې په موخه په ګډه د ستوري ځوانان په نامه يوه لړۍ پيل کړې او ددې مرکزونو غړي وايي چې دا لړۍ به دوام ولري.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو څو کلونو کې د پښتنو ليکوالو او پوهانو په ژوند د نمانځنې او نمانځغونډو موضوع دود شوې چې د ادب او ټولنيزو چارو پوهان يې د پوهانو او ليکوالو په هڅونه او لا پرمختګ کې يو پر ځاى ګام بولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










