منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عبدالجبار نعيمي او کمال ناصر اصولي يو بل د ناقانونه وسلو پر لېږد تورنوي

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کابل (پژواک،٢٠ ورى ٩٤): د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت وکيل کمال ناصر اصولي پر يوه بل د غير قانوني وسلو د ساتلو او لېږدولو تورونه پورې کوي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د ولسي جرګې دوو غړو همايون همايون او کمال ناصر اصولي د خوست د ولايتي شورا له يو شمېر وکيلانو سره په ګډه له دې امله د سرپرست والي پر ضد لاريونونه پيل کړل چې ګني په اداري فساد کې ښکېل دی.

اعتراض کوونکو د خوست د والي د کور او د اداري کمپلېکس شاوخوا چې ډېرى دولتي ادارې په کې فعاليت کوي، د اعتراض په ډول خېمې ووهلې او دفترونه يې د مامورينو پر مخ وتړل.

د همدغو اعتراضونو په ترڅ کې تېره اوونۍ په يوه لاريون کې ځانمرګی بريد وشو چې په پايله کې يې ۲۲ کسان ووژل شول او او کابو ۶۲ نور ټپيان شول. په ټپيانو کې وکيل همايون هم شامل دى.

له دې بريد وروسته د ملي امنيت رياست له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي و ، چې ياد ځانمرګى بريد د حقاني شبکې له خوا شوى دى.

سرپرست والي عبدالجبار نعيمي بيا پر ځان د اداري فساد ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي او د ولسي جرګې دواړه معترض غړي يې تورن کړي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر يې مبارزه پيل کړې ده.

هغه له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې يادو وکيلانو له يو شمېر نورو پلويانو سره په خوست ولايت کې وسله وال بغاوت کړى و.

نوموړي ياد حرکت د غندنې وړ وباله او زياته يې کړه چې دا ډول حرکت د مدني ټولنو د بدنامۍ او پر سيمه ييزې حکومتولۍ د خلکو د باور د له منځه تلو لامل وګرځېد.

نعيمي وويل چې د لاريونونو پر مهال خوست ښار ته په زياته اندازه وسلې راوړل شوې وې او د رسنيو له لارې هم وښودل شول چې د يادو کسانو پر موټرو درنې وسلې لګېدلې وې.

د خوست ولايت مقام له خوا پژواک اژانس ته داسې انځورونه هم ورکړل شوي چې په کې د ولسي جرګې وکيل کمال ناصر اصولي له ګڼو غير مسوول وسله والو سره يو ځاى لېدل کېږي.

خو د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي بيا دا عکسونه جعلي بولي او زياتوي چې د والي له خوا جوړ کړ ای شوي دي.

هغه پر والي نعيمي د فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې د تورونو لګولو تر څنګ ادعا وکړه چې هغه له سرحد څخه د ترهګرو او وسلو په راوړلو کې لاس لري او بيا يې د هېواد شمال ته لېږدوي.

ده زياته کړه: ((نعيمي د اى اېس اى يوه مهره ده چې په خوست ولايت کې يې نصب کړې ده.))

خو نوموړي په دې اړه کوم ثبوتونه وړاندې نه کړل.

نوموړي ادعا وکړه چې اى اېس اى غواړي، د خوست له لارې د هېواد مرکزي دولت ته ستونزې پيدا کړي.

اصولي په خوست کې ترسره شوي لاريونونه د خوست د خلکو مدني حرکت وباله او زياته يې کړه چې دوى د خپلو حقونو لپاره دغه کار ترسره کړى دى.

هغه د والي له خوا هغه تورونه رد کړل چې ګواکې دوى وسلې راوړې وې او زياتوي چې زرګونه خوستيانو په لسګونو خېمو کې خپل مدني حرکت پيل کړ، نه چا ډزې وکړې او نه يې څوک په کاڼو وويشتل.

د ولسي جرګې دغه غړي وويل چې پر لاريون کوونکو ځانمرګى بريد وشو او دغه راز د والي د کور د ساتونکو له خواپرې ډزې وشوې.

اصولي د لاريون پر مهال پر يو شمېر موټرو د درنو وسلو ليدل کېدو په اړه وويل چې دا په دوى پورې اړه نه لرله او نه يې هم ساتونکي وو.

هغه وايي: ((زه څلور تنه ساتونکي لرم چې له دولت سره دوى او وسلې يې ثبت دي.))

د نوموړي په وينا، د لاريون پر مهال له وکيلانو، د ولايتي شورا له غړو او لاريون کوونکو سره هېڅ ډول وسله نه وه.

ده ادعا وکړه چې والي او يو شمېر نورو چارواکو ځيني کسان د تاج علي په نوم د يوه قاتل پر مشرۍ مسلح کړي وو.

خو سرپرست والي عبدالجبار نعيمي وايي چې تاج علي د کمال ناصر اصولي کاکا دى او هغه ورسره کورنۍ او شخصي ستونزه لري.

نوموړى وايي، د دوى په منځ کې وژنې شوې دي ، جرمي دوسيې يې تر څېړنو لاندې دي او همدارنګه تاج علي ځايي ادارې ته عارض شوى او دوسيه يې تر څېړنو لاندې ده.

نعيمي وويل چې تر لاريون مخکې معترضينو دوى ته د سوله ييز لاريون لپاره تضمين ورکړى و، خو وروسته ټولو وليدل چې له لاريون کوونکو سره ګڼ شمېر وسلې وليدل شوې.

ده په دې اړه يو شمېر تصويرونه هم پژواک اژانس ته  ورکړي.

هغه زياته کړه: ((دا څه ډول مدني حرکت و چې د څو ورځو لپاره دوى د ٤٢ دولتي ادارو لارې تړلې وې او په خېمو کې مسلح ناست وو او قانون يې تر پښو لاندې کړى و.))

د نوموړي په وينا، د ولايت امنيتي ځواکونو د لاريون او مدني حرکت لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي وو، نو بيا له دوى سره وسلې د څه لپاره وې؟

سرپرست والي وايي چې جواز خو څو ميله وسلې درلودې، دا نورې ډېرې چې له لاريون کوونکو سره وې، له کومه راغلې وې؟

ده زياته کړه: ((موږ کره شواهد او اسناد په لاس کې لرو چې له دوى سره څومره وسلې وې او له کومه يې راوړې وې.))

خو نعيمي وويل چې تر لاريون وروسته هغو دغه وسلې بېرته له ښاره  ايستلې دي.

هغه وايي، پخوا چې د هوايي ډګر د قرارداد په اړه کومه ستونزه پيدا شوې وه، هغه مهال هم ناقانونه وسلې چې نه ثبت او نه هم راجستر وې، په خوست ښار کې ليدل شوې وې چې بيا دوى رسماً امنيه قوماندانۍ ته شکايت کړى و.

د خوست سرپرست والي ادعا وکړه، چې کمال ناصر اصولي له روسيې څخه چره ييز ټوپکې واردوي،خو په منځ کې يې ١٤ ډزې او ١٦ ډزې وسلې هم په کانټينرونو کې راوړل کېږي.

ده زياته کړه : (( په هېواد کې ښکار غير قانوني اعلان شوى، نو بيا چره ييز ټوپک د څه لپاره هېواد ته راوړل کېږي؟.))

نوموړي له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې له روسيې څخه ددغو وسلو د راوړلو په اړه بشپړه څېړنه وکړي، چې د چا له خوا او د څه لپاره راوړل شوې، اسناد لري او که نه؟.

نعيمي دغه راز وويل، چې د تېرو ټاکنو پر مهال کمال ناصر اصولي د خپلو وسلو له لارې ځينې کسان ګواښلي وو او د رايو د يوه مرکز د صندوقونو د ماتولو هڅه يې هم کړې وه.

ده زياته کړه : (( څو پورې چې دغه غير قانوني وسلې راټولې او ډاياګ ته ونه سپارل شي، نو امکان لري، چې دخوست او د هېواد د نورو سيمو سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کړي.))

د خوست والي د اصولي هغه تورونه رد کړل او دا يې د نظام توهين وباله چې ګوندې دى ( نعيمي) له هېواده بهر وسلې او ترهګر راوړي.

هغه زياتوي چې د هېواد په لويو لارو د امنيتي ارګانونو پوستې شته او کشفي ارګانونه هم فعال دي، په داسې حال کې څنګه کېداى شي وسلې ولېږدول شي.

د نعيمي په وينا، د هغه دا ډول تورونه او ادعاوې د هېواد کشفي ارګانونو ته سپکاوى او د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو ته ګټه رسوي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړيوالو سازمانونو وغوښتل چې د اصولي په اړه دې بې پلوه څېړنې وکړي.

د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند دغه ولايت ته د غير قانوني وسلو د راوړلو په اړه وايي، دا د کشفي ارګانونو کار دى چې په دې اړه پلټنې وکړي.

هغه پژواک ته وويل: ((زه دا خبره نه ردوم او نه يې تاييدوم.))

نوموړى وايي چې په افغانستان کې جګړې روانې دي او دا ډول ستونزې کله نا کله پيدا کېږي، خو اوسمهال په ټوليزه توګه د خوست ولايت امنيتي وضعيت ښه دى.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت بيا خوست ته د وسلو راوړلو خبره ردوي او زياتوي، کومې وسلې چې دلاريون پر مهال ليدل شوي هغه د وکيلانو دي او هغوى يې قانوني اسناد لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې د ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت ځواکونه فعال دي او ددوى په شتون کې څوک وسلې نه شي راوړلى.

هغه ومنله چې د لاريون پر مهال په يوه موټر کې يو ميل پيکا ليدل شوې، خو هغه د ولسي جرګې د وکيل دى، چې کېداى شي، په پارلمان او کورنيو چارو وزارت کې ثبت وي.

غيرت ادعا وکړه، چې په ټول خوست ښار کې غير مسوول وسله وال نشته او دا اوازې يې يوه دسيسه وبلله.

د نوموړي په وينا، سرپرست والي او يا بل څوک که په دې اړه ورته شکايت وکړي، دى يې په اړه جدي اقدام کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست