جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ۹۴):د ننګرهار اهل هنودو د ويساک د ۳۱۷ مې کليزې په نمانځغونډه کې خپلو ماشومانو ته د ښوونځيو جوړولو غوښتنه وکړه.
د ويساک ۳۱۷ مه کليزه " د اهل هنودو لوی اختر" د وري په ۲۳مه د جلال اباد ښار له درمسال څخه پيل او وروسته د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور په چينو کې ترسره شول.
په ننګرهار کې اهل هنود د خپلو مذهبي قواعدو پر بنسټ لومړی د جلال اباد په درمسال او وروسته د سلطانپور په چينو کې مذهبي مراسم ترسره کوي.
په ننګرهار کې د اهل هنودو وياند ډاکتر ارميت سينګ د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لوی اختر به يې تر دريو ورځو پورې دوام ولري.
نوموړي زياته کړه: ((نن زموږ لوی اختر دی، په دې ورځ موږ د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور چينو ته راځو، دلته خپل مذهبي مراسم ترسره کوو او بيا په دغو چينو کې غسلونه کوو.))
د هغه په وينا، تر دغو مراسمو وروسته به يې د ننګرهار په مرکزي درمسال کې تر دريو ورځو مذهبي مراسم او لوی اختر نمانځل کېږي او په وروستۍ ورځ به ورته د پلازمېنې کابل په ګډون له بېلابېلو ولايتونو څخه اهل هنود راشي.
هغه په ورته مهال په ننګرهار ولايت کې د شته اهل هنودو د امنيت غوښتنه وکړه او له حکومته يې هيله وښوده چې د دوی د مصئونيت لپاره هلې ځلې وکړي.
ډاکتر ارميت سينګ وويل: ((موږ له حکومته غواړو چې زموږ د ماشومانو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړ کړي. موږ د ننګرهار په مرکزي درمسال کې د خپلو ماشومانو لپاره د چټکو زده کړو ښوونځي لرو خو؛ دا ځکه بسنه نه کوي چې يوازې تر شپږم ټولګي پورې دي او تر هغې وروسته زموږ ماشومان بې سرنوشته پاتې کېږي.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې ماشومان نورو ښوونځيو ته نه لېږي، وويل: ((يو شمېر کسان لا هم زموږ ماشومان ځوروي او په ښوونځيو کې يې مزاحمت کوي نو ځکه خو ماشومان زړه توري کېږي او ښوونځيو ته نه ورځي.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکي ميرمون سينګ پژواک اژانس ته وويل، خوشاله دی چې د خپلو مذهبي مراسمو لپاره سلطانپور ته راغلی او په پوره امن کې په دغو مراسمو کې برخه اخلي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ هم افغانان يو نو؛ د ټولو افغانانو د امنيت د خوندي کولو غوښتنه کوو خو يوه ستونزه چې له کلونو ناحل پاتې ده؛ زموږ ماشومانو ته د ښوونځيو جوړول دي.))
هغه هم غوښته وکړه چې په ننګرهار کې بايد د اهل هنودو لپاره ځانګړی ښوونځی جوړ شي، څو د ده په خبره ماشومان يې په اسانۍ سره وکولای شي زده کړو ته لاسرسی پيدا کړي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد په مرکزي درمسال کې د پوهنې وزارت اړوند د اهل هنودو لپاره ښوونځی شته چې د ۱۵۰ په شاوخواکې زده کوونکي په کې د پوهنې وزارت د دوو رسمي او يوه قراردادي ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.
هغه وويل تر اوسه د دغه ښوونځي زده کوونکي تر څلورم ټولګي رسېدلي او موږ ورته تر اتم ټولګي پورې ښوونځى جوړ کړی.
شينواري زياته کړه: ((پلان کې لرو چې په ننګرهار کې د مېشتو اهل هنودو لپاره د لېسې تر کچې د زده کړو زمينه برابره کړو خو ستونزده د ځای د نشتوالي ده، کله چې ځای ورته پيدا شي؛ زده کړې به يې تر دوولسم ټولګي لوړې شي.))
بلخوا د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل پژواک اژنس ته وويل چې اهل هنود کولای شي د نورو افغانانو په څېر خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي او زده کړې وکړي.
په جلال اباد کې د اهل هنودو د ويساک مراسم که څه هم د تېرو کلونو په پرتله کمرنګه وو خو د تېر په څېر د پوره امنيتي تدابيرو په ترڅ کې ترسره شول.
د يادولو ده، په ننګرهار ولايت کې د شاوخوا ۲۵۰ کورنيو په شمېر اهل هنود اوسېږي او بېلابېلو چارو بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










