منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني د اسلامي نړۍ د پايتخت نومونې لومړۍ کليزه ونمانځل شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

غزني ښار (پژواک ۲۴ ورى ۹۴): له نن يو کال وړاندې غزني د اسلامي نړۍ د پلازمېنې په توګه ونومول شو، چې په همدې مناسبت په دې ولايت کې د دې نومونې لومړۍ کليزه ونمانځل شوه.

دا نومونه په ٢٠١٣ کال کې ترسره شوې وه، خو د نومونې مراسم يې تېر کال د وري په ٢٤مه، ترسره شول. د همدې ورځې په وياړ نن په غزني يوه غونډه جوړه شوې وه.

په ياده نمانځغونډه کې د غزني د چارواکو په ګډون د لوګر، پکتيکا چارواکو او د ولسي جرګي يو شمېر غړو او په سلګونو عامو خلکو ګډون کړى وو.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده په دې غونډه کې وويل، کله چې په ۲۰۰۷زېږديز کال غزني د اسلامي هېوادونو د اسلامي ثقافت د مرکز اعلان شو، هغه مهال د دولت په ګډون زياتو نړيوالو له غزني سره د مرستې ژمنې وکړې.

دى وايي: "په غزني کې د ۲۲۰ ميليونو ډالرو ژمنه شوې وه، خو له دې جملې څخه يې ۱۷ ميليونه راغلل او بس او دا کوم کارونه چې شوي، له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ کال پورې شوي دي."

نوموړي يو ځل بيا پر لوړپوړو چارواکو غږ وکړ، چې هر کال غزني ته لس ميليونه ډالره ځانګړي کړي، څو د اسلامي ثقافت مرکز داسې جوړ کړي، چې له نړۍ څخه ورته سيلاليان راشي.

د ده په خبره، که څه هم په غزني کې څه ناڅه کارونه وشول، خو په هغې اندازه نه وو، لکه څرنګه چې ورسره ژمنه شوې وه.

دى وايي: ((په دغې موده کې۳۲ تاريخي او لرغوني ابدات رغول شوي، له تېر کال څخه بيا تراوسه په دغه اړوند د هوايي ډګر او د غزني د تاريخي کلا د رغولو کارونه پيل شوي او تر لس عنوانه  زيات کتابونه  هم خپاره شوي، خو له دې ولايت سره د شويو پيسو ژمنه په ځاى نه شوه.))

والي وويل، چې مرکزي دولت ژمنه کړې وه، چې دا ولايت به داسې جوړوي، څو يې بهرنيان سيل ته راشي، خو له بده مرغه چې داسې ونه شول.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي، چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، په ياده برخه کې مرکزي دولت په ناغېړۍ تورن کړ،

ده وويل، دا چې غزني د اسلامي نړۍ پايتخت ونومول شو، نو دا نوم يواځې غزني نه، بلکې ټول هېواد ګټلى و، چې له دې سره بايد په دې ولايت کې زيات کارونه شوي واى.

دى زياتوي: ((دا خو لا څه کوې چې کارونه نه دي شوي، خو اوسمهال يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې غزني بدنامه هم کړي.))

د هغه په وينا، دولت بايد د داسې خلکو مخ ونيسي او په غزني کې پاتې کارونه ترسره کړي، څو بهرنيانو ته روښانه شي، چې د ټول هېواد خلک يو موټى دي او د غزني دغه نوم خپل نوم بولي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي: "مرکزي دولت له غزني سره جفا کړې ده."

ده زياته کړه: "يواځې په ښار کې څه ناڅه کارونه شوي، خو د غزني په ۱۸ ولسواليو کې د بيارغونې او نورو برخو کې هېڅ کار نه دى شوى."

د ده په وينا، په ٢٠١٣ کال کې بايد ډېر کارونه شوي واى، له هغې جملې څخه د هوايي ډګر، مارکېټونو، پنځه ستاره هوټلونو او د لويو سوداګريزو مرکزونو جوړول وو، خو دا چې د اړوندو وزارتونو له خوا پيسې ځانګړې نه شوې، دا چارې ترسره نه شوې.

نورالله چې له پکتيکا ولايت نه غزني ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل، کومې ژمنې او د کارونو ترسره کول، چې دوى د رسنيو له لارې اورېدلي وو، هېڅ نشته.

دى وايي: ((موږ فکر کاوه چې غزني ولايت کې به زيات کار شوى وي، د دې خو حتى خپله د اسلامي ثقافت مرکز هم سم نه دى جوړ شوى، بلکې نيم کاره پاتې دى.))

د يادې ورځې په وياړ د غزني د ولايت په مقام کې سيمه ييزې موسيقۍ ته هم ځاى ورکړل شوى و، چې ځينې سيمه ييزو هنرمندانو خپلې سندرې خلکو ته واورولې او ملي اتڼ هم ترسره شو.

غزني په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په پلازمېنه طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د علمي، فرهنګي او روزنيز سازمان (ايسسکو) له خوا د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي نړۍ د فرهنګ او تمدن مرکز ونومول شو.

خو په چمتووالي او رغنيزو چارو کې د ځنډ له امله، په غزني کې د دې ستر وياړ نمانځغونډه کې ځنډ راغى او د ٢٠١٤ کال په اپرېل مياشت کې ترسره شوه، چې د افغان چارواکو تر څنګ د ايران د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، د تاجکستان د کلتوري چارو وزارت مرستيال او يو شمېر سفيرانو په کې ګډون درلود.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور