منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۶ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد ځيني سفارتونه د عمر خوړلو ډيپلوماتانو په ارامځايونو بدل شوي

· ۱۳ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): افغانستان د غوره ډيپلوماتيکو اړيکو په نه درلودو سره بيا هم شاوخوا زر ډيپلوماتان لري چې له دې ډلې يې ډېرى د دولتي چارواکو له کورنيو او يا هم د پخوانيو چارواکو د کورنيو غړي او خپلوان دي او له هېواده بهر يو شمېر سياسي څانګې د يادو کسانو په استراحت ځايونو بدلې شوې دي.

د پژواک خبري اژانس د معلوماتو پر بنسټ، د بهرنيو چارو وزارت د خدماتي کارکوونکو په ګډون ١٤٠٠ کارکوونکي لري چې د دغه وزارت په مرکز او څانګو، په ولايتونو او له هېواده بهر په مېشتو قونسلي او سياسي څانګو کې کاري کوي.

دغه راز د بهرنيو چارو وزارت وايي چې افغانستان اوسمهال له هېواده بهر تر ٦٠ ډېرې سياسي څانګې لري.

د يو شمېر سرچينو د معلوماتو له مخې، افغانستان د شاوخوا ٢٧ ميليوني نفوس په درلودو او له بهرنيو هېوادونو د غوره اړيکو له نه شتون سره-سره د نړۍ په هېوادونو کې شاوخوا زر ډيپلوماتان لري چې دا د سيمې د يو شمېر هېوادونو په پرتله لوړ شمېر جوړوي.

هندوستان له يوه ميليارد څخه د ډېر نفوس او په غوره ډيپلوماتيکو اړيکو سره-سره د نړۍ په هېوادونو کې ٩٣٠ ډيپلوماتان لري او د ايران او پاکستان په ګډون يو شمېر نور هېوادونه هم د افغانستان په پرتله کم ډيپلوماتان لري.

د بهرنيو جارو وزارت د بشري سرچينو د پاليسۍ سند له مخې، له سياسي انتصاب پرته خدماتي او بالمقطع کارکوونکي، دغه راز د دغه وزارت نور کارکوونکي مسلکي ډيپلوماتان بلل کېږي. مسلکي ډيپلومات کارکوونکي (CD Career Diplomat) هغو کارکوونکو ته ويل کېږي چې د استخدام شرايط او پړاوونه يې په بريالۍ توګه تېر کړي وي او سياسي انتصاب نه وي.

برحال ډيپلومات کارکوونکى، بايد د تحصيلي کچې د ليسانس او يا له هغه لوړ سند ولري او ډيپلوماتان د مسلکي رتبو درلودونکي وي چې له ځانګړو مادي امتيازاتو برخمن وي.

د دغه بنسټ له مخې، د سياسي انتصاب شخص له هېواده بهر او دننه د افغانستان په سياسي څانګو کې د خپلې دندې له پاى ته رسېدو وروسته که چېرې په وزارت کې د مسلکي ډيپلومات په توګه د استخدام لپاره لېوال وي، نو بايد کم تر کمه د ليسانس سند ولري او د مصاحبې پروسه بايد د څېړنيزې مقالې په ليکلو او د سوانح دفتر په بشپړولو سره تېره کړي، خو د سياسي انتصاب شوي شخص عمر بايد له ٦٠ کلونو لوړ نه وي.

دغه سند څرګندوي چې د سفيرانو، جنرال قونسلانو، رييسانو، مختار وزيرانو، مستشارو او د هغو مختار وزيرانو شمېر چې د سياسي انتصاب له لارې پر دندو ګومارل کېږي، په ټوله کې بايد له ٢٠ سلنه لوړ نه وي.

افغانستان په تېرو ١٤ کلونو کې له نړۍ سره تر کوم بريده اړيکې ټينګې کړې؟

د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر سرچينې وايي چې د بهرنيو چارو ډيپلومات کارکوونکي د دولتي چارواکو نږدې کسان د استخدام د معيارونو خلاف پر دندو ګومارل شوي او د ډېر عمر لرونکي کسان دي چې د دندو د ترسره کولو وړتيا نه لري او په دې هم نه دي بريالي شوي چې له نورو هېوادونو سره غوره ډيپلوماتيکې اړيکې جوړې کړي.

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون غړى عبدالقادر ځاځى وايي، کوم معلومات چې دغه کمېسيون راټول کړي، څرګندوي چې له ٢٠٠ څخه ډېر ډيپلوماتان او سفيران هغه کسان دي چې د ډيپلوماتيک قانون خلاف پر دندو ګومارل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ٢٠٠ کسان يې په څلورو کټګوريو وېشلي دي. يو شمېر يې د خپلې برخې خلاف پر دندو ګومارل شوي، يو شمېر يې د ټيټې کچې له تحصيل سره چې ان ليسانس هم نه دي او يو شمېر نورو بيا د قانون خلاف په سياسي څانګو کې له دريو کلونو ډېره دنده ترسره کړې او يو شمېر داسې کارکوونکي هم شتون لري چې بايد تقاعد شي، خو تر اوسه پورې هېواد ته نه دي راستانه شوي.

ځاځي زياته کړه، يو شمېر اتشې چې له بېلابېلو وزارتونو په بهر کې مېشتو افغان سياسي څانګو ته تللي، هغوى هم ډيپلوماتان شمېرل کېږي چې د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون څو ځلې له حکومت غوښتي چې يادو ټولو اتشو ته اړتيا نشته او دغه شمېر بايد راکم شي.

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ياد غړي وويل: "له دې سره سره چې حکومت په دې برخه کې له موږ سره ژمنې کړې، خو بيا هم د دولتي چارواکو اړوند کسان پر دندو ګومارل شوي دي. دغه تشکيل يې نه دى کم کړى او د ډيپلوماتانو شمېر تر اوسه پورې په کره توګه نه دى څېړل شوى او په سهي ډول په سياسي څانګو کې نه دي وېشل شوي."

هغه زياته کړه، په تېرو ١٤ کلونو کې د ټولو ډيپلوماتانو تشکيلات د قانون خلاف و او د دوى له ډلې يې ډېرى هغه کسان دي چې د يوه ډيپلومات معيارونه نه لري او په دغو تشکيلاتو بايد له سره غور وشي او اصلاح شي او غيرمسلکي او هغه کسان چې د معيارونو خلاف دي، له دندو ګوښه شي او پر نورو تشکيلاتو غور او څېړنه وشي، څو داسې تشکيلات رامنځته شي چې له نړيوالو معيارونو سره برابر وي.

 

د يوه ډيپلومات ځانګړتياوې:

ډيپلومات هغه کس ته ويل کېږي چې وکولى شي چې د خپل هېواد ملي ګټې په بېلابېلو شرايطو لکه جګړې، اقتصادي راکړه ورکړو، فرهنګي موضوعات، سيمه ييزو اختلافاتو او ... کې د خبرو اترو له لارې خوندي کړي او همدارنګه بايد په حقوقو وپوهېږي او سياسي پوهه ولري.

يو ډيپلوماټ پنځه کليدي دندې لري چې عبارت دي له: د هغه هېواد استازولي چې دى يې استولى، د کوربه هېواد له دولتي چارواکو سره خبرې، د هغه دولت له ګټو دفاع چې دى يې استازى دى، د قانوني مشروع معلوماتو را ټولول او په بېلابېلو برخو کې د اړيکو له پراختيا څخه، خو په تېرو ١٤ کلونو کې د مسلکي کدرونو نشتوالى او د ډيپلوماتيکو ځانګړتيا لرونکو ځوان سفيرانو نشتوالى په بهر کې د افغان سفارتونو له عمده ستونزو دي.

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، دا چې په تېره يوه لسيزه کې د افغانستان بهرنۍ ډيپلوماسي او پاليسي د څه باندې زرو ډيپلوماتانو په لرلو سره اغېزمنه او کارنده نه وه او ويې نه شو کولى چې غوره ډيپلوماتيکي اړيکې رامنځته کړي، عمده لامل يې د دولتي چارواکو اړوند، واسطه لرونکي او غير مسلکي زاړه ډيپلوماتان وو چې حتى ځينو يې دوولسم ټولګى هم نه و لوستى.

د پوهنتون استاد او د نړيوال چارو يوه کارپوه شرف الدين شرفيار وويل، سربېره پر دې چې په تېرو ١٤ کلونو کې له نړۍ سره د افغانستان په ډيپلوماتيکو اړيکو کې پرمختګ راغلى، خو د کدرونو کمښت له هغو ستونزو وه چې دا اړيکې په اړينه توګه تامين نه شوې.

هغه زياته کړه: ((د دې ژوندۍ بېلګه په دې وروستيو کې د ځينو سفيرانو تقاعد کېدل وو، د يوه (د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره، عزيز الله کرزي) بيوګرافي مې ولوسته، ٩٢ کلن و او په مسکو کې څو ځلې په څو دورو کې سفير پاتې شوى و.))

شرفيار وويل داسې کسان هم شته چې زيات عمر لري، خو د سفير او ډيپلومات په توګه دنده اجرا کوي. د ده په وينا، هغه سفير چې ٩٢ کاله عمر ولري، څنګه کولى شي چې د نن ورځې د غښتلي مدون او روښانه سياست استازولي وکړي.

د نړيوالو چارو دغه کارپوه زياته کړه، داسې کسان شته چې اصلاُ د سفير او ډيپلومات په معيارونو هېڅ برابر نه دي چې کېداى شي سختي نيوکې را وپاروي.

د نړيوال چارو کارپوه سيد مسعود احمدي وويل، که څه هم افغانستان په تېرو کلونو کې پر دې توانېدلى چې له ځينو هېوادونو سره غوره بهرنۍ اړيکې رامنځته کړي، خو سياسي نماينده ګۍ د ځينو دولتي چارواکو د خپلوانو او عمر خوړلو کسانو په لاس کې وې او په تېرو ١٤ کلونو کې له يوه سفارت څخه بل ته تبديل شوي او ځوانو کدرونو ته زمينه نه ده مساعده شوې.

هغه زياته کړه: ((په بهر کې مېشتې يو شمېر سياسي نماينده ګۍ، د دغو کسانو لپاره د خوب او استراحت پر ښه بستر بدلې شوې چې بايد حکومت په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي، عمر خوړلي ډيپلوماتان تقاعد ته سوق کړي او ځوانو کدرونو ته زمينه مساعده کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت د بشري سرچينو د پاليسيو د سند پر بنسټ، د دغه وزارت هر ډيپلومات بايد په سياسي نماينده ګيو کې د دندې له پاى ته رسېدو وروسته بايد په بهرنيو چارو وزارت کې درې کاله دنده اجرا کړي، خو ګڼ شمېر ډيپلوماتان او سفيران شته چې د دغه سند خلاف په تېرو کلونو کې له يوې سياسي نمايندګۍ څخه بلې ته تبديل شوي او په وزارت کې يې درې کاله دنده نه ده ترسره کړې.

 د ولسي جرګې غړي علي کاظمي وويل چې څه موده وړاندې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د نړيوالو چارو کمېسيون ته را وغوښتل شو او خپلې اندېښنې په ځانګړي ډول د عمر خوړلو ډيپلوماتانو په اړه چې د کړۍ په ډول له يوه هېواد نه بل هېواد ته د دندې لپاره استول کېږي، له هغه سره شريکې شوې دي.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو چارو وزير ډاډ ورکړى چې ځيني عمر خوړلي سفيران او ډيپلوماتان تقاعد شوي او په بهرنيو چارو وزارت کې به لوى اصلاحات راولي.

کاظمي زياته کړه چې له بدغه مرغه په تېر کې په بهرنيو چارو وزارت کې له متخصصو ځوانانو ازموينه اخيستل کېده، خو پر ځاى يې د دولتي چارواکو خپلوان مقررېدل چې د بهرنيو چارو وزارت په دې برخه کې د اصلاحاتو د راوستو ژمنه کړې ده.

د ولسي جرګې دغه غړي وويل: ((هيله من يم چې دا يواځې ژمنه پاتې نه شي او عملي ګامونه هم واخيستل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د (د بهرنيو چارو وزارت د دولتي چارواکو د خپلوانو په واک کې) تر نامه لاندې د پژواک خبري اژانس له خپاره شوي څېړنيز راپور وروسته د بهرنيو چارو وزارت د ١١ سفيرانو په ګډون ٢٤ تنه د عمر د ډېروالي په سبب تقاعد کړل.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دا بهير به دوام ولري او نور کارکوونکي هم چې عمرونه يې تر ٦٥ کلونو لوړ وي، تقاعد ته اړ ايستل کېږي.

پر دنده د پاتې کېدو لپاره د ډيپلوماتانو ټينګار

يو شمېر افغان ډيپلوماتان د خپل ماموريت له پاى ته رسېدو سره خپل هېواد ته له ستنېدو انکار کړى او يو شمېر نورو يې له بېلابېلو لارو په بهر کې خپلې دندې غځولې دي.

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون څېړنې څرګندوي چې په تېرو کلونو کې شاوخوا ٤٠ سلنه ډيپلوماتان د خپل ماموريت په پاى کې هېواد ته نه دي ستانه شوي او اکثره يې هغه کسان دي چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په غوښتنه پر ډيپلوماتيکو پستونو مقرر شوي دي.

تر دې وړاندې نړيوالو رسنيو هم راپور ورکړى و چې ګني يو شمېر افغان ډيپلوماتان چې د ماموريت دوره يې پاى ته رسېدلې، افغانستان ته له ستنېدو ډډه کوي او ويلي يې دي چې په کوربه هېواد کې يې د پناه اخيستو غوښتنليکونه ورکړي دي.

خو د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ويلي چې په نړۍ او سيمه کې د افغانستان د دريځ لپاره هڅه کوي او د افغانستان د ملي ګټو خونديتوب ته ژمن دى، په دولتي ادارو کې اصلاحات راوستل له خنډونو سره مخ دي، خو وايي چې دغه خنډونه به يې مخه ونه نيسي.

ولسمشر اشرف غني هم په تازه توګه د بهرنيو چارو وزارت ته لارښونه کړې، څو هر هغه کس چې د شخصي، کورنيو او نورو اړيکو پر بنسټ په دغه وزارت کې پر دنده ګومارل شوى وي، لړليک يې جوړ او له دندې يې ګوښه کړي.

د بهرني سياست اساسي کرښې:

په تېرو ١٤ کلونو کې د هېواد د بهرني سياست کرښې د ملي شورا له لوري نه دې تصويب شوې او د افغانستان بهرنى سياست تر ډېره د ولسمشر په خبرو کې خلاصه کېږي چې اکثره وخت په کې تناقض هم ليدل کېږي.

د چارو کارپوهان وايي چې د ملي شورا له جوړېدو سره مهمه دا وه چې د اساسي قانون د ٦٤ مې مادې له مخې ولسمشر له بېلابېلو سياسي ډلو او متفکرو او مسلکي کدرونو سره په مشوره د هېواد د بهرني سياست کرښې د هېواد ملي ګټو ته په پام سره جوړې شوې او ملي شورا تصويب کړې واى، څو په رڼا کې يې بېلابېلو دولتي ارګانونو د ډيپلوماسۍ دستګاه په ګډون خپل پروګرامونه طرحه او عملي کړي واى.

د اساسي قانون په ٦٤ مه ماده کې د ملي شورا په تصويب د هېواد د بهرني سياست د اساسي کرښو ټاکنه د ولسمشر په دندو او صلاحيتونو کې راځي.

د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون غړى او د نړيوالو چارو کارپوه سيدعلي کاظمي وويل چې د هېواد د ټوليز سياست له اصولو څخه يو هم بهرنى سياست دى چې هېوادونه يې په نشتوالي کې نه شي کولى سم مسير وټاکي. بهرنى سياست د سمې او مستقيې کرښې په څېر دى چې حکومت يې پر بنسټ په نړيوالو چارو کې د خپل سياست مسير تنظيموي.

خو هغه زياته کړه چې له بده مرغه په تېرو ١٤کلونو کې حکومت ونه غوښتل او يا يې هم د دې توان نه درلود چې د بهرني سياست پولې په مدون ډول تنظيم او د ملي شورا د تصويب لپاره يې واستوي.

کاظمي وويل: ((بهرنى سياست له موږ سره مرسته کوي چې له کوم هېواد سره ښه ملګرتيا وکړو، له کوم سره منځنۍ او له کوم هېواد سره په تقابل کې وي، څو هغوى دې ته وهڅوو چې ورو ورو ملګري پيل کړي، خو موږ لا تر اوسه په دې کار کې نه يو بريالي شوي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست