پلخمري (پژواک ٢٥ ورى ٩٤): د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي او ادارې نوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وړاندې شوې او د نورو پوهنځيو او ليليو کار روان دى.
د ښوونې او روزنې او ادارې درې پوړيزې ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت د ٤١ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
د بغلان پوهنتون مشر امان الدين ضيايي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه ودانۍ د حسين خېلو سيمې په لسم غونډ کې، چې د بغلان مرکز پلخمري ښار څخه ١٢ کيلومټره لرې پروت دى، جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دغه ځاى کې کرنې، ژورنالېزم، انجنيرۍ او د پوهنتون د ليليې پر ودانيو هم کار روان دى، چې ٤٠ کارونه يې بشپړ شوي، چې په بشپړېدو سره به يې اوسنى پوهنتون يادې سيمې ته راولېږدول شي او دغه راز به د محصلينو ستونزې هم هوارې شي.
نوى پوهنتون د حسين خېلو په سيمه کې د ٥٦٠ جريبه ځمکې په مساحت کې جوړېږي.
د پوهنتون اوسنۍ ودانۍ د پلخمري ښار د نساجۍ کلوپ په سيمه کې په کرايه نيول شوې، چې محصلين په کې د ليليې په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
د دغه پوهنتون د بنسټ ډبره په ١٣٧١ لمريز کال ايښودل شوې، چې اوسمهال د هلکانو او نجونو په ګډون په شپږو پوهنځيو کې له پنځو زرو زيات محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.
د ژورنالېزم پوهنځي د لومړي کال محصل ضياءالدين وويل: "په ليليې کې ځاى نشته او زه په يوه هوټل کې شپې تېروم، چې ډېره ګرانه راته تمامېږي."
دغه محصل زياته کړه، چې سلګونه محصلين د ليليې د نه شتون له امله په هوټلونو او د خپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي او هيله ده، چې د نوې ليليې ودانۍ کار ژر بشپړ شي او محصلين له دغې ستونزې خلاص شي.
په اوسنۍ ليليه کې شاوخوا ٣٠٠ محصلين ژوند کوي او په همدې اندازه نور محصلين چې د ليليې له شرايطو سره برابر دي، په هوټلونو او د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي.
د ويلو ده، چې تېر کال په دوه پوړيزو بلاکونو کې د ليليې د جوړولو کار د المان د پراختيايي بانک د ٥٥ ميليونو افغانيو په لګښت د لسم غونډ په سيمه کې پيل شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










