منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تپان “مه ځه!” شعري ټولګه چاپ شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې

کابل(پژواک،٢٦ورى ٩٤): د ځوان او نوښتګر شاعر محمد داوود تپان د غزلونو، ازادو شعرونو او نظمونو لومړۍ  شعري ټولګه"مه ځه!" چاپ شوه.

 ياده شعري ټولګه په پکتيا کې د علمي خپروندويې ټولنې له خوا په څه باندې دوه سوه مخونو  او دوه زره ټوکشمېر چاپ شوې ده.

داوود تپان ليکوال او خبريال دى، خو شاعري يې هم د ډېرو پام ځانته اړولى او تر دې دمه يې په بېلابېلو شعري فورمونونو کې د کره کتونکو او شاعرانو په اند ښه او نوښتګره شاعري کړې ده.

ددې ټولګى ډېر شعرونه د غزل په فورم کې ويل شوي او د غزل ځانګړنو ته په پام د مينې، ګيلو، ښکلا، شکايتونو او خپلې ټولنې روانو حالاتو ته په سمبوليکه ژبه د اشارې ترڅنګ يې لوړفلسفي او روماني مفاهيم هم انځور کړي دي.

کره کتونکى او د البيروني پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهنيار فهيم بهير وايي چې د تپان ددې ټولګې ځينې شعرونه يې لوستي او ويلى شي چې هغه په شعر کې د نوښت موضوع ته ژمن دى.

هغه زياته کړه، چې تپان ښه غزل ليکي، لوړ انداز او روښانه انځورګري کوي، خو تر غزل په ازاد شعر کې ځکه بريالى دى چې په دا ډول شعري فورم کې خلاق شاعر ښه انځورګري کولى شي او تپان دا ډول ګڼې بېلګې لري.

 استاد بهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال بله مهمه خبره د شعري ټولګې د نوم ده چې شاعر په کې ښه دقت کړى دى. هغه زياته کړه:" ځينې شاعران د شعري ټولګې نوم ته دقت نه کوي، خو تپان په خپله شعري ټولګه له تلوسې او ښکلا ډک نوم اېښى چې زه يې ستايم."

شاعر او ليکوال اسماعيل لاروى چې له تپان سره په ادبي هلو ځلو کې نږدې پاتې شوى، په ياد اثر په خپله ليکنه کې تپان داسې شاعر بولي چې په شاعرۍ کې د خوږې ژبې تر څنګ رومانيت او روانيت ته ژمن دى.

لاروى زياتوي:" تپان د مينې او اخلاص روان بحر دى، شاعري يې له پيله خوږه ده او افاقي موضوعات يې د شعر د ژوند چينې ګڼم."

تپان خپله دا شعري ټولګه ندايې "!" ته ډالۍ کړې او په خپلو خبرو کې يواځې دومره وايي:"په داسې حالت کې چې ته روانه يې او زه په ډکو سترګو درته ګورم، پرته له دې چې ووايم مه ځه!... بله کومه خبره وکړم؟"

 داوود تپان د پکتيا ولايت اوسېدونکى او له نن څخه ٣٠ کاله وړاندې د پاکستان هنګو ته څېرمه په خساري مېشت غالي کې زېږېدلى دى. نوموړي د پکتيا پوهنتون د ادبياتو پوهنځى لوستى او دا مهال په دې ولايت کې پر ژورنالستيکي او فرهنګي فعاليتونو بوخت دى .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور