Language

د پکتيا احمدابا ولسوالۍ کې پول جوړېږي

ګردېز  (پژواک، ٢٦ ورى ٩٤): د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مرسته د ٣٠ متره په اوږدوالي د پول جوړولو کار پيل شو.

په دې پول چې په پوخ او اساسي ډول جوړېږي،  ټول ټال ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به يې په لسو مياشتو کې بشپړې شي.

د پکتيا د کليو پراختيا رياست چارواکي انجنير نذيرګل منګل وويل چې ددې پول د جوړولو مالي لګښت نړيوال بانک پرې کوي او په جوړېدو سره به يې د احمدابا ولسوالۍ د سيدخېلو سيمې د خلکو ستونزې هوارې شي.

دا پول د خوړ دپاسه جوړېږي. د سيمې خلک د کليو پراختيا رياست ددې ګام ستاينه کوي.

د سيدخېلو اوسېدونکى سيد محمد وايي چې د پول په جوړېدو سره به د خوړ  د پورې غاړې خلک په اسانۍ سره وکولى شي د ولسوالۍ طرف ته راشي او خپلې ستونزې حل کړي.

هغه وويل، په خوړ کې ډېر کله اوبه وي چې له امله يې د خلکو تګ راتګ په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره ډېر ګران وي.

سيدمحمد وايي چې د پول په جوړېدو سره به له يوې خوا د خلکو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا به د خلکو ترمنځ ټولنيزې اړيکې ښې شي.

login or register a new account.

Related Topics