منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ژرندګړي په لاس جوړه راډيو اوس د انټرنېټ له لارې هم خپرونې کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

مزارشريف ( پژواک ٢٦ ورى ٩٤ ) : يوولس کاله وړاندې د يوه ژرنده ګړي له خوا جوړه شوې عادي راډيو اوس د سمنګان ولايت د ځينو ولسواليو د پوښښ راوستو تر څنګ د انټرنيټ له لارې هم خپرونې کوي.

دغه راډيو حقيقت نومېږي، چې په ۲۰۰۳ کال کې د سمنګان ولايت د مرکز د جوی زندان کلي اوسېدونکي امين الله قيومي، چې په خپل کلي کې له پلار سره په ژرنده کې ژرنده ګړى و، په لومړي ځل د ټيپ، لاسي راډيو او د مخابرې له ځينو پرزو څخه جوړه کړه او د همدې کلي شاوخوا ۲۵ کلي يې تر پوښښ لاندې راوستل.

له  ۲۰۰۴ زېږديز کال راهيسې د انټرنيوز ادارې له خوا له حقيقت راډيو سره مالي مرسته کېږي، چې د تخنيکي وسايلو له پيدا کېدو سره ياده راډيو له همغه مهاله په (90.9FM) څپو باندې د سمنګان ولايت د مرک ( ايبک ښار) په ګډون شاوخوا درې ولسواليو کې هم اورېدل کېږي.

ددې راډيو مسوول امين الله قيومي پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې له ژرندې تر راډيو جوړېدو پورې د خپل داستان اورولو په ترڅ کې وويل، چې له هنر سره د ډېرې مينې له امله د راډيو جوړېدو په فکر کې شو، له يوولس کلنو خواريو او ګړنديو هڅو وروسته اوس په سمنګان ولايت کې د حقيقت په نامه د خپلې جوړې کړې راډيو مسوول دی.

نوموړي چې تر لسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي، يوولس کاله وړاندې يې د کورنيو مجبوريتونو او د کار د نشتوالي له امله له پلار سره په ژرنده کې د ژرنده ګړي په توګه کار کاوه؛ خو له  سندرو ويلو او انځورګرۍ سره يې له زړه مينه وه.

د هغه په وينا، په دې پوهېده، چې هېڅ وخت به د کور له لوري د سندرو ويلو اجازه تر لاسه نه کړي نو همدا وه چې انځورګرۍ ته يې مخ کړه.

په لږه موده کې يې نوم خپور شو او له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه يې د انځورګرۍ په برخه کې ستاينليک هم تر لاسه کړ.

خو امين وويل، چې پلار يې له انځورګرۍ هم منع کړ، چې له دې سره پرې د هنر پالنې ټولې لارې بندې شوې.

نوموړی په دې فکر کې شو، چې څرنګه بې سواده پلار د هنر په ارزښت پوه کړي، همدا لامل و، چې د راډيو جوړېدو ته يې ملا وتړله.

د هغه په وينا، له ماشومتوبه يې له تخنيکي چارو سره مينه وه، تل به يې په لاسي راډيوګانو او ټيپونو کې ګوتې وهلې، همدا وه چې په ۲۰۰۳ کال کې يې د ټيپ، لاسي راډيو او د مخابرې له ځينو پرزو د راډيو دستګاه جوړه کړه، چې د ده د کلي تر څنګ يې ۲۵ نور کلي هم تر پوښښ لاندې و.

امين الله وايي : ((د راډيو دستګاه مې لومړى د ژرندې دالان ته ورته په يوه  خونه کې ايښې وه، د ژرندې له کاره چې به اوزګار شوم په راډيو کې به په مستقيم ډول غږېدم او خپرونې به مې کولې.))

نوموړي زياته کړه، چې ځينې خپرونې به يې د شپې د ټيپ له لارې په کسټ کې ثبت کړې وې، چې په ژرندې کې د کار پر مهال به يې په راډيو کې د ثبت کړيو کسټو خپرونې خپرولې.

قيومي وويل، هڅه يې کوله چې په پيل کې د خپلې راډيو له لارې داسې خپرونې وکړي، چې پلرونو ته د خپلو اولادونو د سالمې روزنې لپاره پيغام ولري او همدا پيغام دی له ټولو مخکې خپل پلار ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه، چې په لومړي سر کې يې د هنر د ارزښت په اړه خپرونه په کې پيل کړه او په مسلسل ډول يې په خپل پلاره اوروله،چې د هغه فکر ورسره بدلون وموند او ده ته يې د انځورګرۍ هنر پر مخ بېولو اجازه ورکړه.

قيومي وويل، چې د ده د راډيو د جوړېدو هدف همدومره و، چې دی له خپلې کورنۍ د انځورګرۍ اجازه تر لاسه کړي، خو د انټرنيوز مرستې د حقيقت راډيو ته سمه راډيويي بڼه ورکړه.

نوموړي زياته کړه: ((۲۰۰۴ کال و، په ژرنده کې مې کار کاوه، چې يوه مېرمن راغله او له ما يې زما د راډيو په اړه وپوښتل، د سمې راډيو د جوړېدو ژمنه يې راسره وکړه او په همدې کال د سمنګان ولايت په سطحه په (90.9FM) څپو باندې يې خپرونې پيل کړې.))

د هغه په وينا، د راډيو لپاره يې په ښار کې ځای ونيو، د شپږو نجونو په ګډون يې ۱۲ نور کارکوونکي زيات کړل او په سمه توګه يې د سهار له پنځو بجو د شپې تر ۱۲ بجو بېلابېلې خپرونې پيل کړې.

قيومي وويل، چې له تېرو څلوېښتو ورځو راهيسې يې د ګوګل په مرسته په انټرنيټ کې هم د حقيقت ايف ايم په نامه راډيو موندل کېدای شي او په ټوله نړۍ کې يې خلک اورېدلی شي.

نوموړي زياته کړه، چې اوس په لندن کې هم په وړيا توګه يو تن ورسره مرسته کوي، هلته يې د همدې راډيو لپاره يوه سټډيو جوړه کړې او له هغه ځايه د راډيو کارکوونکی دی.

د هغه په وينا، دمګړۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې له امله يې په سمنګان کې د راډيو اته کارکوونکي کم کړي او يواځې پنځه کسان په کې کار کوي.

امين الله له دولت څخه د جدي ملاتړ د غوښتنې ترڅنګ هيله وکړه چې د حقيقت راډيو فعاله وساتي.

د سمنګان ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس فتح الله وفي پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په مستقيمه توګه دوی له ازادو رسنيو سره د مالي ملاتړ لپاره کومه بوديجه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د حقيقت راډيو تر څنګ په سمنګان ولايت کې د شهروند او رستم په نامه دوه نورې راډيوګانې هم فعاليت کوي.

د هغه په وينا، دوی هم هيله کوي، چې په دغه ولايت کې رسنيز فعاليتونه وده وکړي او د بيان ازادي عامه شي.

د اطلاعات او فرهنګ ريس وفي د حقيقت راډيو د جوړېدو له چارو خوښي وښوده او د دغې راډيو رسنيز فعاليتونه يې وستايل.

د ايبک اوسېدونکي له حقيقت راډيو سره بلد دي او د هنري خپرونو ستاينه يې کوي.

د ايبک اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل، چې ځينې وخت د هنري پروګرامونو د اورېدو لپاره حقيقت راډيو اوري.

نوموړي زياته کړه، چې څه موده وړاندې يې د دغې راډيو د ((شب مهتاب)) خپرونې له لارې د سندرغاړې اريانا سعيد مرکه واورېده، چې خوښ شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور