کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): د فوايد عامې وزارت سرپرست د کابل د لته بند سړک د کار پرانيستې په مراسمو کې له خلکو وغوښتل، چې له دې وزارت سره د دې پروژې د امنيت په ټينګولو مرسته وکړي؛ له هغه پرته به د دغه سړک کار پاتې شي.
دغه سړک له بتخاک څخه نيولې د سروبي ولسوالۍ تر مرکز پورې ٥٢ کيلومټره اوږدوالى لري. د سړک د قير اچولو او لومړنۍ چارې يې، چې له ٢٧ کيلومټره زياتېږي؛ نن د کابل ولايت اړوند په بتخاک سيمه کې پيل شوې.
دغه ٢٧ کيلومټره سړک د فوايد عامې وزارت له پراختيايي بوديجې د ١٧ ميليونو ډالرو په لګښت د يونيم کال په اوږدو کې جوړېږي.
د دې سړک د جوړولو ساختماني شرکت اړ دى، چې سړک د اوو مترو په سور جوړ کړي او د سړک دواړه لوري تر څلورو مترو پورې کانکرېټ هم کړي. دغه راز د سړک په اوږدو کې دوه لوى پلونه، ٨٠ پولګوټي او استنادي دېوالونه هم جوړېږي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست نورګل منګل، د دغه سړک د پرانيستې په مراسمو کې وويل: "د دې پروژې امنيت مهم دى او که چېرې خلک ورسره مرسته ونه کړي، نو موږ او ساختماني شرکت به د دغې پروژې په عملي کېدو سره له ستونزو سره مخامخ شو."
ده زياته کړه، د دغې نښلوونکې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هېڅ کومه ستونزه نشته، خو يواځينۍ ستونزه امنيتي اړخ دى، چې وزارت او شرکت يې اندېښمن کړي دي.
د منګل په وينا، که چېرې د سيمې خلک ورسره مرسته وکړي، نو دغه پروژه به بريالۍ تر سره شي.
خو په ولسي جرګه کې د کابل استازي قدرت الله سهاک د لته بند د کليو د خلکو په استازيتوب ياد وزارت ته ډاډ ورکړ، چې خلک د دې پروژې د امنيت ټينګښت ته چمتو دي.
هغه زياته کړه: "د سيمې خلک د دغې پروژې د عملي کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته اماده دي."
د سيمې يوه قومي مشر شينواري کړوخېل هم، له دغې نښلوونکې پروژې څخه د هرکلي ترڅنګ وويل: "موږ په دواطلبانه ډول، په دغې پروژه کې ونډې اخيستو ته اماده يو."
ده زياته کړه، د پيسو او وسلو په ګډون که هر څه ته اړتيا وه، نو ځوانان او سپين ږيري به له يادې پروژې ملاتړ وکړي.
د فوايد عامې وزارت سرپرست، د دغه سړک رغول د جلال اباد-کابل لويې لارې د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د کموالي لپاره اغېزمن وباله او ويې ويل، چې د سړکونو جوړېدل، د اقتصادي پراختيا او چټک لېږد لامل ګرځي.
هغه ژمنه وکړه، چې د دغې پروژې چارې به د فوايد عامې وزارت د ګرځنده څارنيزو او ټيمونو له لوري شپه ورځ څارل کېږي.
منګل د دغه سړک له جوړوونکي شرکت (نويد نوري) وغوښتل، چې د سړک کار ته جدي پاملرنه وکړي او خلکو ته د ښه کيفيت سړک وړاندې کړي.
د ياد شرکت مشر نويد نوري هم ژمنه وکړه، چې دغه پروژه به په معياري ډول قير کړي.
نوموړي د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر له ځانګړي استازي احمدضياء مسعود وغوښتل، چې د دغې پروژې د بوديجې په ورکولو کې ورسره همکاري وکړي، ځکه د ماليې وزارت د روان کال په ترڅ کې ورته د دې پروژې د پلي کولو لپاره يونيم مليون ډالر په پام کې نيولي دي؛ په داسې حال کې چې په دغې پروژې ١٧ ميليونه ډالره لګښت راځي.
د نوري په وينا، که دغه شرکت ته ټوله او يا لږ تر لږ پنځوس سلنه بوديجه په واک کې ورکړل شي، نو د سړک کار به له خپل ټاکلي وخت وړاندې بشپړ شي.
د غور حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، د ټرافيکي ستونزو په کمښت کې د ياد سړک جوړېدل اغېزمن وبلل او ويې ويل: "د دې سړک جوړېدل د ټرافيکي، د سوداګرۍ د پراختيا او په چټکه توګه د توکو د لېږد د اسانتياوو په برخو کې لوى ګام دى."
نوموړي د سړکونو جوړول، له اقتصادي زېربناوو څخه وبلل او زياته يې کړه: "د سړکونو جوړول د خلکو په اقتصاد کې بدلون او تحول رامنځته کوي."
مسعود زياته کړه، حکومت ژمن دى، چې په راتلونکو څو کلونو کې د ولايتونو د مرکزونو او ولسواليو ترمنځ او دغه راز د ولايتونو له مرکزونو سره شته غځېدلې لارې جوړې کړي.
د هغه په وينا، که چېرې معياري سړکونه جوړ شي، نو د خلکو اقتصاد پرمختګ کوي او د بزګرانو محصولات په کم وخت کې بازار ته لېږدول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










