منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ميدان ښار کې پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۳ کتنې

ميدان ښار (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د سلګونو کسانو په ګډون پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.

د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاءالله خوږياني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پسرلنۍ مشاعرې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار، د شعر ژبه له ټوپک او هر ځواک څخه پياوړې وبلله.

وروسته په دغه مشاعره کې ځوانو او تنکيو شاعرانو  له خوا د مينې، ورورولۍ، سولې او د پسرلي د طبيعي ښکلا په اړه ترانې او غزلونه وويل.

د مشاعرې يوه ګډونوال محب الله ارمل، ياده مشاعره ګټوره وبلله او زياته يې کړه، چې د دا ډول مشاعرو ترسره کول، په ځوانانو کې د شاعرۍ استعداد پياوړى کوي او و ولسونه سولې ته هڅوي.

تر دې وړاندې هم، د دې ولايت په نرخ او چک ولسواليو کې پسرلنۍ مشاعرې ترسره شوې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور