کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٤): سرچينې وايي چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو او همکاريو ناهيلى شوى او له وسله والو طالبانو سره نيول شوو اړيکو يې هم کومه پايله نه ده ورکړې.
په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره ولسمشر اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې يو څه ښې شوې.
د ولسمشر تر سفر وروسته د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران څلور ځلې کابل ته سفرونه وکړل او د افغانستان حکومت ته يې ډاډ ورکړ چې طالبان به د سولې خبرو اترو ته کېنوي.
د دغو اړيکو په وروستيو کې وويل شول چې د ٢٠١٥ زېږديز کال د مارچ په مياشت کې به د سولې خبرې پيل شي، خو دا دى دوه مياشتې تېرې شوې، خو د سولې د خبرو اترو د پيلېدو کوم څرک نه ليدل کېږي.
د افغانستان د ملي يووالي حکومت ته نږدې يوې سرچينې د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د هېواد د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم د سولې پر هڅو او د پاکستان پر همکاريو خبرې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هېواد د ملي امنيت شورا په غونډه کې د سولې پروسه او د پاکستان ژمنې ارزول شوي او نا هيلي ترې څرګنده شوې ده.
سرچينې زياته کړې، په دې برخه کې چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پيلولو لپاره کومې اړيکې نيول شوې وې، کومې پايلې يې نه دې ورکړې.
د حکومت يادې سرچينې وويل، په پيل کې پاکستان وړانديز کړى و چې طالبان به په الوتکه کې کابل ته راولي او دلته به د سولې خبرې کېږي، خو افغان لوري ورته ويلي وو چې لومړى دې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
خو سرچينې زياته کړه: ((تر اوسه پاکستان دغه کار ته نه دى چمتو شوى او نه يې هم کومه ژمنه کړې، چې د طالبانو له ملاتړه به لاس اخلي.))
د ملي يووالي حکومت ياده سرچينه وايي چې پاکستان تر اوسه يواځې ژمنې کړې او په عمل کې يې هېـڅ ګام نه دى اخيستى او نه يې هم د طالبانو له ملاتړه د لاس په سر کېدو کوم ډاډ ورکړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان حکومت دا غوښتنه هم لري، که چېرې د سولې خبرې ناکامې شي، نو پاکستان به په خپله خاوره کې طالبانو ته ځاى نه ورکوي، خو پاکستان په دې اړه هم کوم مثبت ځواب نه دى ورکړى.
يادې سرچينې دا هم وويل چې په دې وروستيو کې د سولې په پروسه کې د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات هم راڅرګند شوي دي.
تر د مخکې د حکومت د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د سولې په روانو هلو ځلو کې د پاکستان د رول او د دغه هېواد د ريښتينولۍ په اړه ويلي وو: ((دا به وخت ثابت کړي چې پاکستان په دې کې څومره صادق دى.))
هغه له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې زياته کړې وه، د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو څو څو وارې ادعا کړې چې دا ځل د سولې په برخه کې د زړه له اخلاصه قدمونه پورته کوي.
خو د اجراييه رياست مرستيال وايي چې ځيني سرحدي ستونزې او امنيتي پېښې د پاکستان صداقت تر سوال لاندې راولي.
هغه زياته کړه: ((ولسمشر په ډاګه کړې چې په روان پسرلي کې به د پاکستان صداقت معلوم شي، که چېرې امنيتي پېښې زياتې وي، نو څرګنده ده چې پاکستان د سولې او اړيکو په ښه والي کې صادق نه دى.))
د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي چې حکومت د سولې په برخه کې چټک حرکت او تېزه منډه وکړه خو وايي چې په دغه حرکت کې وښويېد.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت دغه کار د دوى سياسي خامي په ګوته کړه او له فکر پرته يې د پاکستان غوښتنې په داسې حال کې ومنلې چې هغوى پر افغان حکومت چل وواهه او ويې غولاوه.
ډاکتر ځلاند وايي چې پاکستان د سولې په برخه کې د دروغو همکارۍ ډاډ ورکړ او افغان حکومت له بېړي کار واخيست، پاکستان ته يې د روزنې لپاره سرتېري ولېږل، له پاکستان سره يې ګډ پوځي عمليات ترسره کړل او پاکستان ته يې اجازه ورکړه چې په افغان زندانونو کې له خپلو بنديانو څېړنې وکړي.
خو د نوموړي په وينا، د دغو کارونو په بدل کې پاکستان تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دى کړى او له افغانستان سره خپله زړه او اوږده دښمني پالي.
ځلاند زياتوي: ((حکومت تر اوسه خپل دوست او دښمن ونه پېژاند، له پاکستان سره په همکاريو يې نور فرصتونه له لاسه ورکړل او هندوستان يې خپه کړ.))
خو پاکستان وايي چې دوى د افغانستان د سولې په پروسه کې ريښتيني دي او په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي کونسل اختر منير پژواک اژانس ته وويل چې هېواد يې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره په اړيکو کې دى.
ده زياته کړه: ((موږ په ريښتينې توګه هڅې کوو، زموږ پر هڅو او نيت باندې شک کول نه دي په کار، ځکه چې د افغانستان سوله او پرمختګ د پاکستان په ګټه دي.))
د اختر منير په وينا، څو پورې چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي رامنځته شوى، په پاکستان کې دغه کار ناشونى دى.
خو هغه وويل چې د سولې په پروسه کې بېړه نه ده په کار او دغه کار به د وخت تېرېدو مخې ته ولاړ شي.
د پاکستان د سفارت مطبوعاتي کونسل وايي چې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده، خو ځيني کسان په دغه نازک جريان کې د فضا او حالاتو د خرابولو هڅه کوي.
نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ وزير سفر ته په اشارې وويل چې د دغه سفر په پايله کې افغان سوداګرو ته د زياتو اسانتياوو ورکولو پرېکړه شوې چې دغه کار به هم د دواړو هېوادونو په اړيکو کې مثبته اغېزه ولري.
د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد وايي چې سوله د افغانستان او پاکستان د دواړو لپاره په ګټه ده.
هغه پژواک ته وويل چې د ټاپي پروژه او د برېښنا د کاسا ١٠٠٠ پروژې د سولې له راتګ پرته عملي کېداى نه شي.
دى وايي چې دغه پروژې د دواړو هېوادونو د ولسونو او حکومتونو په ګټه دي او عملي کول يې له سولې پرته ناشونى دى.
مجاهد زياتوي چې اوس وسله وال مخالفين او د سيمې هېوادونه هم دې پايلې ته رسېدلي چې د سولې لپاره کار وشي او غواړي چې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
د نوموړي په وينا، د سولې تر رامنځته کېدو مخکې بايد داسې اقدامات وشي چې د وسله والو باور ترلاسه شي او هغوى هڅول شوي چې له سياسي بهير سره يو ځاى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










