منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له سياسي پاسپورټونو ناوړه ګټه اخيستل کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤): سياسي پاسپورټونه چې له خاصو ځانګړتياوو برخمن دي او لوړپوړو دولتي چارواکو ته ورکول کېږي، په تېرو کلونو کې دا ډول پاسپورټونه په غيرقانوني ډول غيرمستحقو کسانو ته هم ورکړل شوي چې ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده.

سياسي پاسپورټ، له نړيوالو اصولو سره سم د بهرنيو چارو د و زير او يا هم هغه څوک چې وزير ورته واک ورکړى وي، صادريږي او اداري اسناد يې د دغه وزارت د قونسلي چارو د رياست له لوري له پړاوونو تېريږي.

د ملي شورا غړي او هغه پوځي کسان چې رتبې يې له ډګر جنرالۍ لوړې وي، بهر کې مېشت د بهرنيو چارو وزارت ديپلوماټان، وزيران، د سترې محکمې د عالي شورا غړي، لوى څارنوال، واليان، ښاروالان، معينان، د بهرنيو چارو پخواني وزيران او يو شمېر نور دولتي چارواکي له سياسي پاسپورټونو ګټه پورته کولى شي.

د سياسي پاسپورټ لرل ډېرې مهمې ځانګړنې لري او په مقابل کې هغه کسان چې دا ډول پاسپورټونه لري، له هېواده بهر د سفر پر مهال ځانګړي امتيازونه لري.

خو په تېرو ١٤ کلونو کې ډېرى هغو کسانو ته هم چې بايد دا ډول پاسپورټونه ورته نه واى ورکړل شوي، هغوى ته هم دغه پاسپورټونه ورکړل شوي چې په دې وروستيو کې په دې اړه ډېرې نيوکې شوې دي.

د ولسي جرګې د کورني او دفاعي امنيت کمېسيون غړي صالح محمد صالح وويل چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ويلي چې له سياسي پاسپورټونو ناوړه ګټه اخيستل کېږي چې دا په خپله يو غيرقانوني عمل دى چې بايد مخه يې ونيول شي.

هغه زياته کړه چې په تېرو کلونو کې سياسي پاسپورټونه ډېرو کسانو ته وېشل شوي چې په ډله کې يې غيرمستحق کسان هم شامل دي.

صالح وويل چې د ملي شورا يو شمېر غړي هم له سياسي پاسپورټونو ناوړه ګټه اخلي چې بايد مخه يې ونيول شي او د وکيل له نومه بايد ناوړه ګته وانه خيستل شي.

د ولسي جرګې د کورنيو چارو د امنيت کمېسيون دغه غړي زياته کړه، دوى د بهرنيو چارو له وزارت غوښتنه کړې څو ټول هغه پاسپورټونه چې په غيرقانوني ډول يو شمېر کسانو ته ورکړل شوي، راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې يوې امنيتي سرچينې ويلي چې اذربايجان له افغانستان سره د هوکړه ليک پر بنسټ ژمنه کړې وه چې په خپل هېواد کې به دا ډول کسانو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي، خو له هغه وروسته يې له افغانستان سره هغه اندېښنې هم شريکې کړې چې کله يې پام شو چې ډېر شمېر افغانان او ان هغه کسان چې د سياسي پاسپورټونو د ترلاسه کولو وړتياوې يې نه درلودې، له دغو امکاناتو برخمن شوي دي.

ويل کېږي چې يوه پخواني جهادي قوماندان ميرعلم له هغه وروسته خپل سياسي پاسپورټ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو پر وړاندې څېرې او د هغوى پر مخ وويشت چې د بهرنيو چارو له وزير يې غوښتي وو، څو د هغه سياسي پاسپورټ چې په قلم سره تحرير شوى و؛ کمپيوټري کړي چې د ميرعلم دغه غوښتنه د وزارت له لوري نه وه منل شوې.

بلخوا د بهرنيو چارو سياسي معين حکمت خليل کرزى چې په دې وروستيو کې د ولسي جرګې د داخلي امنيت کمېسيون ته غوښتل شوى و، منلې چې په تېرو کلونو کې ٤٦٥٠ کسانو ته په غيرقانوني ډول سياسي پاسپورټونه وېشل شوي دي.

خو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند سراج الحق سراج پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو کلونو کې مستحقو قانوني کسانو ته له څلور زرو څخه زيات سياسي پاسپورټونه وېشل شوي او که د دوى په منځ کې چېرې داسې کسان شامل وي چې د پاسپورټونو مستحق نه وي او يا يې په غيرقانوني ډول پاسپورټونه ترلاسه کړي وي، پاسپورټونه به يې باطل شي.

هغه زياته کړه: "د دغه وزارت سياسي معين ويلي چې که چېرې کوم داسې پاسپورټ موجود وي چې غيرمستحقو کسانو ته وېشل شوى وي، هغه باطلو او د بهرنيو چارو وزارت په خپل دغه کې اقدام کې جدي دى او کوم پاسپورټ که غيرقانوني کسانو ته وېشل شوى وي، هغه باطلوو."

سراج وويل، څوک چې په سياسي پاسپورټ سفر کوي، کله چې راګرځي نو پاسپورټ به يې د وزارت د تشريفاتو په رياست کې قيد کېږي چې که چېرې بيا پر سفر ځي او رسمي مکتوب راوړي نو بېرته به ورته ورکړل شي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند څرګنده کړه چې د دغه وزارت د سياسي معين خبرې د ولسي جرګې د داخلي کمېسيون په ناسته کې تحريف شوې او کومې خبرې چې د هغه له خولې خپرې شوې، بې بنسټه او ناسمې دي.

د ويلو ده چې پژواک له دې وړاندې په دې اړه د "د بهرنيو چارو وزارت د دولتي چارواکو د خپلوانو په انحصار کې" او " افغانستان د غوره ډيپلوماټيکو اړيکو په نه درلودو سره نږدې زر ډيپلوماټان لري چې ډېرى يې د دولتي چارواکو خپلوان او عمر خوړلي کسان دي او په بهر کې د هېواد يو شمېر سياسي څانګې د يادو کسانو د استراحت پر ځايونو بدلې شوې" تر عنوانونو لاندې دوه څېړنيز راپورونه خپاره کړي دي.

د لومړني راپور له خپرولو وروسته د بهرنيو چارو وزارت د ١١ سفيرانو په ګډون ٢٤ کسان د ډېر عمر له امله تقاعد ته اړ ايستل.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دغه لړۍ دوام لري او پاتې نور هغه کارکوونکي به هم له دندو ګوښه کړي چې له عمرونه يې له ٦٥ کلونو لوړ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست