منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پژواک خبري اژانس ١١ کلن شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل(پژواک، ٥ غويى ٩٤): پژواک خبري اژانس نن د خپلې يوولسمې کاليزې د نمانځلو په ترڅ کې د مبايل اپليکيشن نوى سيسټم هم په رسمي توګه معرفي کړ. دا سيستم شېبه په شېبه خلک د هېواد له تودو پېښو څخه خبروي.

 پژواک خبري اژانس خپل فعاليت په ١٣٨٢ لمريز کال کې د اساسي قانوني لويې جرګې د خبري پوښښ څخه پيل کړ او په دې تريب د کورنيو او بهرنيو رسنيو لپاره پر يوه معتبره خبري سرچينه بدل شو.

د پژواک خبري اژانس مرکزي دفتر په کابل کې دى او د اتو نورو ساحوي دفترونو او په ټول  هېواد کې د  خبريالانو د يوې پراخه شبکې په درلودو سره خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي.

 پژواک خبري اژانس نړيوالو خبري اژانسونو، تلوېزيونونو او راډيوګانو ته تصويري کليپونه، ويډيوګانې او غږونه چمتو کوي.

د پژواک خبري اژانس د ١١کاليزې په مناسب د پژواک خبري اژانس په انګړ کې نن غونډه جوړه شوې وه چې په کې د رسنيو مشرانو، د مدني ټولنې غړو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او  په کابل کې بهرنيو ديپلوماتانو ګډون کړى و.

 د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل په دې محفل کې د ادارې له ټولو کارکوونکو مننه وکړه چې دا ١١ کاله يې په ستونزو او خطرونو کې کار وکړ.

هغه زياته کړه چې اوسمهال پژواک خبري اژانس ټول پېژني، ځکه داسې خبرونه او راپورونه خپروي چې د خلکو ستونزو ته په کې انعکاس ورکړل شوى او متوازن وي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال پژواک خبري اژانس ټوليز دى، ځکه هغه راپورونه او خبرونه خپروي چې د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکوي او بې پرې او متوازن دي.

کړوخېل وويل چې د روان زېږديز کال د مارچ په ١٧مه پژواک خبري اژانس د ګرځنده ټيلېفون اپليکيشن(Mobile App  ) بازار ته وړاندې کړ چې  په اندريوډ (Android) او IOS کې ورته لاسرسى کېږي.

 د ګرځنده مبايل اپليکشن، يو خبري اپليکيشن دى چې د ګرځنده ټيلېفون( مبايل) کارکوونکي يې په لګولوسره کولى شي چې خبرونه، فيچرونه، تحليلونه، مرکې، تصويرونه او انځوريزې او ويډيويي کليپونه په اسانۍ سره تر لاسه کړي.

کړوخېل زياته کړه:((په افغانستان کې څه باندې ٢٢ ميليون افغانان ګرځنده او دوه نيم ميليونه انټرنېټ ته لاسرسى لري، موږ غواړو چې ددې ټکنالوجۍ په کارولو سره، هغوى ته چې د ګرځنده مبايل له لارې له نټ سره نښلول شوي، د پژواک خبري اژانس، خبرونه ورسوو او شېبه په شېبه يې د افغانستان له پرمختګونو څخه خبر کړو.))Top of ForBottom of Form

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور