کندهار ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : په کندهار کې د کوکنارو اړولو د کمپاين په ترڅ کې پر ٢٠٨٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول، په داسې حال کې چې په دې ولايت کې پر شاوخوا ٣٠ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي.
په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې يې د کوکنارو اړولو کمپاين د ١٣٩٣ لمريز کال د کب مياشتې په ٦مه نېټه پيل کړى و چې څو ورځې مخکې پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، د کوکنارو اړولو د کمپاين په دوه مياشتنۍ موده کې يې په ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې پر ٢٠٨٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه يووړل، خو اړوند وزارت ورته ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه هدف ورکړى و چې له کوکنارو به يې پاکوي.
دى وايي، دا چې اړوند وزارت د کوکنارو اړولو لپاره کم امکانات او سايط ورکړي وو، نو هغوى و نه توانېدل چې ټاکلى هدف پوره کړي.
د ده په خبره، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې پر شاوخوا ٣٠ زره هکتاره ځمکه يې کوکنار کرل شوي وو.
نوموړي وويل، هغوى يوازې په څلورو ولسواليو کې د کوکنارو اړولو کمپاين ترسره کړ، په داسې حال کې چې شاوليکوټ ولسوالي له دې بهيره پاتې شوه.
شکران زياته کړه، له يوې خوا امکانات او وسايط کم وو او له بلې خوا د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو وخت را ورسېد، نو ځکه يادې شوې ولسوالۍ ته کمپاين و نه غځېد.
نوموړي دا هم وويل چې په تېرو کلونو کې به د کوکنارو اړولو د کمپاين پر مهال سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو تر څنګ جګړې او ماينونو مالي زيان هم اړاوه، خو سږ کال ورته هيڅ مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.
هغه ومنله چې د کندهار په ګډون په سوېلي ولايتونو کې د تېر په پرتله ٧ سلنه زيات کوکنار کرل شوي چې اوسمهال يې د حاصلاتو ټولولو وخت هم پاى ته رسېدونکى دى.
دوې اوونۍ وړاندې له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت سرپرست هارون رشيد شېرزاد کندهار ته د خپل سفر پر مهال يادونه کړې وه چې سږ کال د هېواد په کچه تر ټولو ډېر کوکنار د سوېلي ولايتونو (هلمند، کندهار، فراه او نيمروز) په لسو ولسواليو کې کرل شوي چې د توليد اندازه يې د ټول هېواد په کچه ٥٦ سلنه ده.
هغه ويلي و چې سږ کال د هېواد په ١٣٢ ولسواليو کې پر ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله يې کچه ٧ سلنه زياته شوې ده.
نوموړي د کوکنارو د کښت د کچې د لوړېدا لامل د ناامنۍ او بې ثباتۍ زياتوالى او له همدې امله د نړيوالې ټولنې له خوا په دغو ولسواليو کې په خلاص مټ په پرمختيايي چارو کې نه پانګونه بللي وو.
په کندهار کې سږ کال يو ځل بيا په داسې حال کې ګڼې سيمې د کوکنارو له کمپاينه پاتې کېږي، چې تېر کال هم نيمګړى تر سره شوى و.
د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا اندېښنه ښودلې چې د نشه يي توکو د کر او اسانه لاس رسي له امله په ټول هېواد کې درې نيم ميليونه وګړي په نشو روږد شوي چې د ټولنې پر اوږو لوى اقتصادي پېټى دى، ځکه هغوى هره ورځ يو ډالر د نشه يي توکو په اخيستلو ولګوي، نو د ورځې ٣ ميليونه ډالر کېږي.
هغه ويلي و چې د متعادينو د درملنې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي تر څنګ د کوکنارو د مخنيوي او کمپاين په برخه کې ډېرې ستونزې شته.
هغه د بېلګې په توګه په کندهار کې د کوکنارو اړولو اوسنى کمپاين ياد کړ چې يوازې د ٢٠ ټراکټرونو په وسيله تر سره کېږي او هغه هم داسې چې ډېر يې خراب او له کاره لوېدلي دي.
نوموړي ټينګار کوي چې د کوکنارو د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه طرحه د کور، جومات او ښوونځي وصل کول دي، چې امام په جومات، والدين په کورنيو او ښوونکي په ښوونځيو کې د ماشومانو او ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










