کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٤): په پښتو ژبه کې د سپين شعر د سرلاري او نوښتګر شاعر اروښاد اسحاق ننګيال اوولسم تلين په کابل کې د هغه د مشهور شعر" دا کلی مه ورانوئ!" تر نوم لاندې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو.
ياده غوڼده د "پل فکري کړۍ" او "ميديوتيک افغانستان" له خوا په ګډه جوړه شوې وه چې د ننګيال په لسګونو مينه والو، شاعرانو، ليکوالو، ننګيال پېژندونکو او د هغه د کورنۍ غړو په کې ګډون کړى و.
اروښاد اسحاق ننګيال د محمديوسف زوى چې په ١٣٣٥ لمريز کال کې د لغمان د الينګار سمسورې ولسوالۍ په بسرام کلي کې زېږېدلى دى.
هغه په ګڼو فرهنګي ادارو کې ليکوال او خبريال پاتې شوى، خو ډېر حساب يې پر شاعرۍ کېږي.
ننګيال په پښتو معاصره شاعرۍ کې نوښتګر او د سپين شعر مخکښ شاعر ګڼل کېږي چې د لومړي ځل لپاره يې په پښتو شعر کې له طبيعت سره د ژورې مينې، عاطفې، ځانګړو سمبولونو، انځورونو او ژورو خبرو غوره بېلګې وړاندې کړې.
د غونډې جوړونکو وويل چې ننګيال پښتو شاعرۍ ته د ورکړو نوښتونو او اثارو له امله د دې مستحق دى چې هر کال يې تلين په ځانګړو غونډو کې ونمانځل شي او ننګيال پېژندونکي د هغه د شاعرۍ او شخصيت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړي.
په غونډه کې ګڼو ليکوالو د هغه د شاعرۍ پر بېلابېلو اړخونو ليکلې مقالې واورولې او د هغه د شاعرۍ پر هنر، ژبه، نوښتونو، سمبولونو او ښکلاوو يې خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوال ، ليکوال او کره کتونکي غفور لېوال وويل چې له ننګيال سره ډېر نږدې پاتې شوى، د شاعر ګڼ شعرونه يې له ليکلو وروسته خپله له شاعره اورېدلي او تر ټولو غوره ځانګړتيا يې په ازاد شعر کې د ګڼو کرکټرونو رامنځته کول دي.
لېوال د هغه "بديا" شعر ته په اشارې سره وويل:" ننګيال په دې شعر کې د لومړي ځل لپاره له داسې سمبولونو کار اخيستى چې تر ده وړاندې چا نه وو کارولي، په هنري ژبه يې د کورنيو جګړو او ناخوالو لاملونو ته په شاعرانه ژبه اشاره کړې ده."
لېوال وويل چې ننګيال د کورنيو جګړو په زمانه کې ژوند کړى، خو د شعارونو په هغه بهير کې هم شاعر پاتى شوى او په شعرونو کې يې د هنر او ښکلا پالنه کړې ده.
کره کتونکي زرين انځو دهغه نثر او په ځانګړي ډول د "سيوري" په نامه ناول په اړه وويل چې نوموړى په نثر کې هم مخکښ ليکوال و چې همدا سياسي ناول يې د هغه زمان پېښې د هنر په ژبه په ښه ډول انځور کړې دي.
انځور زياته کړه: "که څه هم د ده نثر ښکلى دى، خو شعري ژبه او اغېز ورباندې غالب و او د سيوري ناول په ځينو برخو کې هغه ډېر شاعرانه نثر او جملې ليکلې چې د دې خبرې ښه ثبوت کېدلى شي."
غونډې ته د ننګيال د شاعرۍ پر بېلابېلو اړخونو نورې مقالې هم راغلې وې، خو د وخت د کمښت په سبب يواځې د انور وفا سمندر، فاروق فردا، محبوب شاه محبوب او طاير ځلاند مقالې وړاندې شوې.
د تياتر او تمثيل مخکښو لوبغاړو ممنون مقصودي او حفيظ الله ګردش د ننګيال د خاطرو يادولو تر څنګ د هغه شعرونه دکلمه او زمزمه کړل چې د ګډونوالو له خوايې تود هر کلى وشو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د معمول خلاف د مشر زوى پر ځاى د هغه کشر زوى انوش ننګيال خبرو ته وبلل شو.
نوموړى چې تر احساساتو لاندې راغلى و، د مننې په څرګندولو سره يې وويل: "له تاسې مننه چې ماته مو خپل پلار را وپېژانده."
انوش وويل: "د څو مياشتو و چې پلار يې له نړۍ سترګې پټې کړې، خو خلکو به ورته ويل چې ته دې ډېر لوى سړي زوى يې، دا دى اوس پوه شوم چې پلار مې ولې په خلکو ګران دى."
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په لغمان کې د دوى د کلي ښوونځى د ننګيال په نوم ونوموي؛ ځکه چې په وينا يې د ده د پلار په نوم نومول شوى پخوانى ښوونځى اوس د بل چا په نوم شوى او د دوى کورنۍ پرې خپه شوې ده.
د يادونې ده، له اسحاق ننګيال نه د " ډالې"، "غوړېدلي بزغلي او سپېره ډاګونه"، "سيندونه هم مري"، "څاڅکي څاڅکي" شعري ټولګې او د سيوري" په نامه سياسي ناول د ادبي ميراث په توګه پاتې دي. "
اسحاق ننګيال په ١٣٧٧ لمريز کال کې په پيښور كې د زړه د درېدو له امله ومړ ، خو تلپاتې شعري اثار يې په افغانستان كې د درې لسيزو د تاريخ په توګه اوچت ادبي ارزښت لري او دده نوم ورسره ژوندى پاتې دى .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










