منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۶ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دولت له لوري د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي شمېره د حيرانتيا وړ ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٤):  د مطبوعاتو نړيواله ورځ په داسې حال کې په هېواد کې ونمانځل شوه چې يوه تازه سروې څرګندوي چې خبريالان له بېلابېل تاوتريخوالي په ځانګړي ډول له رواني او جنسي تاوتريخوالي سره مخ دي او له پنځوس سلنې څخه ډېر خبريالان د نه لاسرسي له امله خپل شکايتونه نه ثبت کوي.

 د "مۍ" درېيمه د مطبوعاتو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري چې دغه ورځ د هېواد په ولايتونو او مرکز کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

 نى ( د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ کوونکې اداره) د يونسکو ( د ملګرو ملتونو د فرهنګي او اقتصادي سازمان) په ملاتړ او د خبريالانو يو شمېر بنسټونو د کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار له خبريالانو سره سروې تر سره کړې چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوړه کچه په ګوته کوي.

ياده سروې څرګندوي، چې په هېواد کې له پنځوس سلنې څخه زيات خبريالانو سره کله چې تاوتريخوالى کېږي، له کوم بنسټ سره خپل شکايتونه نه مطرح کوي چې يو لامل يې د خبريالانو شکايتونو ته  نه لاسرسى کول دي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د څار مسوول صديق الله توحيدي وويل، د دغې سروې معلومات څرګندوي چې د رسنيو کارکوونکي او خبريالان کله چې په رسنيو کې د جنسي تاوتريخوالي قرباني کېږي، ډېر کم دغه مسايل مطرح کوي، چې دغه هم د رسنيو د ټولنو يو حقيقت دى.

هغه زياته کړه: " کله کله زموږ همکاران په رسنيو کې د تاوتريخوالي قرباني کېږي چې له دغې ډلې يې هم ډېر موارد نه ثبت کېږي، ځکه چې خپله دنده له لاسه ورنه کړي."

په دغه سروې کې پوښتل شوي چې د تېر کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى څرنګه و؟ ٧٤،٨ سلنه کسانو ويلي چې کچه يې لوړه شوې، ٧،٧ سلنه يې په دې باور دي چې دغه کچه راټيټه شوې، ١٢،٩ سلنو يې ويلي چې يو شان دى او کوم توپير په کې نه دى رامنځته شوى او ٤،٥ سلنو يې ويلي چې په دې اړه نه پوهېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې له کوم ډول تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست؟

٢٩ سلنه يې فزيکي، ٤٧،٥ سلنه يې رواني (ټيلېفوني ګواښ، فشار او اوازه) ٩،٤ سلنه يې جنيستي او ١٨،٥ سلنو يې حقوقي تاوتريخوالى مطرح کړى دى.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې د چا له لوري له تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست؟

٤٧،٦ سلنو ويلي چې د دولت له لوري، ١٢،٨ يې ويلي چې د خپلو رسنيو، ١٨،٨ يې ويلي چې د وسله والو طالبانو له لوري او له شل سلنو څخه زياتو يې ويلي چې د بېلابېلو کسانو له لوري له تاوتريخوالي او ګواښ سره مخ شوي دي.

په سروې کې يوه بله پوښتنه دا وه چې له تاوتريخوالي سره له مخامخ کېدو وروسته مو چېرته مراجعه کړې؟

٤،٥ سلنه تنو ويلي چې عدلي او قضايي بنسټونو ته، ٢٠،٣ سلنو ويلي چې خپلو رسنيو ته، ٢٣،٧ سلنې ويلي چې د خبريالانو بنسټونو ته او ٥١،٤ نورو ويلي چې هېچا ته يې هم مراجعه نه ده کړې.

د افغانستان د ازادو رسنيو د څار مشر وويل چې د ٢٠١٤ کال له درېيمې د روان کال تر درېيمې پورې د خبريالانو سره د تاوتريخوالي ١٠٥پېښې ثبت شوې چې څلور يې د وژنې دي، دا شمېرې په تېر کال کې ٧٨مواردو ته رسېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي چې دې مراسمو ته يې خبرې کولې، وويل چې د حکومت له لوري له خبريالانو سره د تاوتريخوالي کچه ټکان ورکوونکې ده او هيله يې وښوده چې په ځانګړي ډول امنيتي ځواکونه په سروې کې مطرح شوې ستونزې له منځه يوسي، څو په راتلونکي کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه شي.

هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت د بيان ازادۍ ته ژمن دى او د بيان ازادي د تېرو ١٣ کلونو له لاسته راوړنو څخه ده او ملي پوليس د رسنيزو کارونو د سانسور او محدوديت لپاره هېڅ ډول اراده نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مطبوعاتو د نړيوال ورځې په مناسب يو شمېر خبريالان  او د رسنيو کارکوونکي د (نى)دفتر له خوا وستايل شول.

نن په هرات کې خبريالانو او د رسنيو فعالانو هم په يوه محفل کې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ ونمانځله.

ګډونوالو په تېره يوه لسيزه کې د رسنيو پرمختګونه د پام وړ وبلل، خو په ورته وخت کې يې ټينګار وکړ چې لاهم په لوديځه حوزه په ځانګړي ډول په هرات کې د خبريالانو د مسلکي کار پر وړاندې جدي ستونزې شته دي.

 د عاطفې غفوري په نامه يوې خبريالې وويل چې اوسمهال خبريالان په خپله مسلکي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې له دې ډلې د مسلکي خونديتوب نشتوالى، معلوماتو ته نه لاسرسى او حتى د ځينو چارواکو له خوا د ښځينه خبريالانو سره په يوه وخت کې د مناسب ځواب ويلو په برخه کې دوه ګوني چلند يادولى شي.

د غونډې په پاى کې يو شمېر خبريالان وستايل شول او په هرات کې د پژواک خبري اژانس خبريالې ستورۍ کريمي او  په دې ولايت کې د سلام وطندار خبريال شکيب شمس ته په لوېديځه حوزه کې د غوره جوړې په توګه معرفي او ستاينليک ورکړل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور